شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د پاکستان د طالبانو غورځنګ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې تېر ماښام د شمالي وزیرستان د میرعلي ولسوالۍ په خادي سیمه کې پاکستاني پوځ د بې پیلوټه الوتکې په بريد کې څو تنه طالبان ټپيان کړل او ورپسې ځمکني پوځ په يادو ټپيانو بريد پيل کړ چې د پاکستان د طالبانو له سخت ځوابي برید سره مخ شوي.خبرپاڼه زياتوي د پاکستان د پوځ او د پاکستاني طالبانو ترمنځ جګړه تر سهاره پورې روانه وه چې په پايله کې یې د یو جګړن په ګډون پنځه پوځيان وژل شوي او څو نور ټپيان شوي.د خبرپاڼې په بنسټ په جګړه د پاکستان د طالبانو څلور غړو هم ژوند له لاسه ورکړی دی.
پخوانی پاکستانی پوځي افسر، عادل راجا: پاکستاني رژیم افغانستان ته د استول شویو وسلو پر نیول کېدو، د شرم پر ځای پر معصومو افغانانو هوایي بریدونه وکړل22 فبروري 2026
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن: دلته بادشاهي او ديکتاتوري نظام واکمن دی، ټولې پرېکړې يواځې يو کس کوي او هېڅ روښانه پاليسي نه لرو12 فبروري 2026