Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»“ولسي ملاتړ” د شر او فساد د تبلیغاتي شعار په توګه
    لیکني

    “ولسي ملاتړ” د شر او فساد د تبلیغاتي شعار په توګه

    صابر افغانصابر افغان28 نوومبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    مسلمان ولسونه، په ځانګړې توګه افغانان د دیني او عصري علم او پوهې د عامېدو له برکته د داسې حکومت ملاتړ کوي، چې کړنلاره یې په واقعي توګه د اسلامي شریعت مطابق وي، د ولس فزیکي او رواني امنیت یې تأمین کړی وي، اقتصادي پروژې او بیا رغونه یې هم په اولویتونو کې وي او ټول ځان پکې ویني. شر او فساد غواړي ولسي ملاتړ په دروغجن شعار د دغسي یو حکومت د بدیل په توګه ځان مطرح کړي، خو نه یې پلان، وړتیا او نه هم ولسي ملاتړ لري.

    شر او فساد ډله په مجموع کې له داسې افرادو تشکیل شوې، چې یا خپله د افغانستان د داخلي جګړو پر مهال د هېواد د چور، تالان او بې ګناه وګړو په قتلونو کې مستقیم ښکېل وو، یا یې هم پلرونه پکې ښکېل وو. افغان ولس له دغه هېواد پلورونکو ښې خاطرې نه لري، ځکه تاریخي ریښه یې له بلها خیانتونو سره تړلې ده.

    دوی لومړی په ۱۹۹۰مه لسیزه کې د اسلام، جهاد او مجاهدینو له ارمانونو سره وفا ونه کړه، بلکې د یو اسلامي نظام د قیام پر ځای یې د بې ګناه مسلمانانو په وینو لاسونه سره کړه، د قومي ډلو په جوړولو، د قدرت د سمتي جزیرو په ایجاد او خپل منځي جګړو یې لاس پوري کړ.

    دوهم ځل یې په ۲۰۰۱م کال کې د ترهګرۍ پر ضد جګړې په نوم په بُن کې ننګین تړون لاسلیک کړ او خپله هغه خاوره چې له اشغاله یې د خلاصون لپاره یو وخت قربانۍ ته تیار وو، د واک په بدل کې وپلورل؛ هېواد یې اشغالګرو ته په واک کې ورکړ، پراخ غصب، د قدرت جزیرو لا قوي کولو، ډیموکراسۍ او سیکولریزم حاکمیت او واشنګټن ساتنې ته یې خورا په اخلاص کار وکړ.

    دوه ځله یې ولس ته امتحان ورکړ او دواړه ځله مخ توري له هېواده وشړل شول؛ اوس ځان د یو منظم حکومت بدیل معرفي کوي او د خپل مشروعیت مرجع ولس یادوي، په داسې حال کې چې نه د حکومت لپاره طرحه، نظم، ظرفیت او وړتیا لري او نه د ولس په منځ کې منلي دي.

    د شر او فساد ډله د ځان غوښتنې او مطلقیت له سیاست په الهام اخیستنې چې د فاشیزم برخه ده، غواړي پر افغانستان له یوې کورنۍ جوړې شوې انلاین کابینې او تښتېدلو جنرالانو سره د داسې حکومت په بدل کې واک ته ستانه شي، چې د ټولو قومونو، اقشارو او اقلیتونو شتون یې د ولس په منځ کې منل شوی دی.

    د شر او فساد ډلې د واضحې او اغیزمنې تګلارې له نشتون سره – سره، د دوی فعالیتونه په رسنیو کې په تبلیغاتو، شعارونو او نړیوال ملاتړ پورې تړلې دي؛ ولسي ملاتړ نه دغه ډلې ته مطرح ؤ او نه یې مهم ګڼي. ولسي ملاتړ یوازې په تبلیغاتي لیکنو کې یادوي.

    ولس درک کړې؛ د شر او فساد لارویان په تبلیغاتي کلیپونو د بدلون څه، چې د سر خوږي ځواک لا نه لري. دوی یوازې د جګړو، نا امنۍ او ولسي ذهنیت مغشوشولو سمبولونه دي. فاشیزم، ولس وژنې او تاریخي تېروتنو د دغه ډلې ولسي ملاتړ له منځه وړی او له سقوط سره یې مخ کړې ده، ځکه خو اوس “ولسي ملاتړ” د تبلیغاتي شعار په توګه استفاده کوي.

    یادؤنه: په هندوکش غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد افغانستان بانک: د ځینو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ شوی
    راتلونکي مقاله د شر او فساد ډله د شیطاني دسیسو تطبیق کوونکې

    مربوطه لیکنې

    د افغان تاریخ حماسه او له ولسه د احمد مسعود غیر منطقي غوښتنې

    4 فبروري 2026

    د راتلونکي لپاره د مخالفینو روایت‌ جوړونه ولې پای او پایله نه لري؟

    2 فبروري 2026

    د بلوڅ وسلوالو جګړه د تبلیغ او واقعیت ترمنځ

    1 فبروري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 6 فبروري 2026

    د ملي دفاع وزارت ویاند، عنایت الله خوارزمي: د پاکستان پوځي رژیم د بې‌بنسټه تورونو او عجولانه څرګندونو له لارې پر خپلو امنیتي ناکامیو پرده نه شي اچولای

    د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي ویلي، په داسې حال کې چې د…

    پاکستانۍ خبرياله غريده‌ فاروقي: حکومت له چاودنې وروسته ډېر ژر د ځانمرګي بریدګر اړوند معلومات راټول کړل، دا معلومات ولې له برید څخه مخکې ترلاسه نه شول؟

    6 فبروري 2026

    د پاکستان د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر، مولانا فضل الرحمن: لسګونه استخباراتي ادارې شته؛ خو بیا هم په اسلام‌ اباد غوندې ښار کې د عامو وګړو ژوند خوندي نه‌ دی

    6 فبروري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ملي دفاع وزارت ویاند، عنایت الله خوارزمي: د پاکستان پوځي رژیم د بې‌بنسټه تورونو او عجولانه څرګندونو له لارې پر خپلو امنیتي ناکامیو پرده نه شي اچولای

    6 فبروري 2026

    پاکستانۍ خبرياله غريده‌ فاروقي: حکومت له چاودنې وروسته ډېر ژر د ځانمرګي بریدګر اړوند معلومات راټول کړل، دا معلومات ولې له برید څخه مخکې ترلاسه نه شول؟

    6 فبروري 2026

    د پاکستان د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر، مولانا فضل الرحمن: لسګونه استخباراتي ادارې شته؛ خو بیا هم په اسلام‌ اباد غوندې ښار کې د عامو وګړو ژوند خوندي نه‌ دی

    6 فبروري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،104 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،057 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،116 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.