Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»ولس اوس د اتل او خاین تر منځ توپیر کولای شي.
    لیکني

    ولس اوس د اتل او خاین تر منځ توپیر کولای شي.

    صابر افغانصابر افغان6 اگست 2024څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د دنيا دستور دی چې د خپل هېواد د آزادۍ جنګياليان يې اتلان وي او د هر هېواد وګړي په خپلو اتلانو وياړي؛ دا چې موږ او تاسو مسلمانان يو نو مخکې د افغانستان تر جغرافيې او نړۍ کې تر سرحداتو جوړېدو زموږ او ستاسو د سپېڅلي دين هر يو جنګيالی، مېړنی او نوموتي اشخاص مو اتلان وو او دي.

    افغانانو څو ځلې آزادي اخيستې او همېش يې دغه خاورې ته راغلي يرغلګرو باندي ځمکه سره کړې وي؛ ځکه د اتلانو کمی په افغانستان کې نشته او هر ځوان يې د اسلام او د دې خاورې د ساتلو لپاره د خپل سر او مال قربانۍ ته تيار وي؛ خو پس له آزادۍ اخيستلو څخه مو د آزادۍ ساتنه په ښه توګه نه وي کړې؛ دا ځکه چې موږ د هر چا په خبره او شعار ډېر ژر باور کوو؛ پر ځای د دې چې د يو چا يا يوې ډلې کردار و څېړو برعکس د هغوی په شعار پسې ځو.

    افغانان يواځې وطن پالنه نه غواړي، بلکې د اسلام په داخل کې د وطن د آبادۍ تږي وو او له کلونو څخه يې همدغه ارمان وو چې په افغانستان کې يو داسي نظام حاکم شي چې خپلواک، اسلامپال او وطن دوسته وي؛ چې رب د دوی دعا قبوله او همدغسي نظام يې افغانانو ته تحفه کړ.

    که له تېرو څو لسيزو څخه حکومتونه چې په افغانستان کې راغلي ورسره اوسنی نظام پرتله کړو نو به و وينو چې داسي يو نظام چې پوره اسلامي اصولو ته ژمن او همدغسي د وطن د پرمختګ لپاره يې شپه او ورځ پر ځان يوه کړې وي؛ چې د افغانانو دغه جنګ ځپلې کښتۍ تر ساحله و رسوي؛ دغسي يو نظام به هيڅ ونه وينو.

    په تېر نظام کې چې د جمهوريت په نوم وو خو ټاکنې يې غرب کولې او هره فيصله يې د يرغلګرو په لاس کې وه؛ ورسره يې ۲.۳۱۳ ټريليونه ډالر افغانستان ته راوړل خو دومره د آبادۍ کارونه نه دي شوي لکه اوس چې کوم روان دي.

    د افغانيو ثبات، هره ورځ د پرمختګ يو نوی باب پرانيستل، سوله او امن، اتحاد او ملت پالنه، د تعصب ختمول، اسلامي اصولو کې ژوند او ټول ملت ته په يوه سترګه کتل، زورواکي او پاټک سالاري ختمېدل او د ټولو قومونو تر يوه بيرغ لاندې د نوې ژوند پيل؛ هغه څه دي چې په تېرو دريو کلونو کې د ا.ا.ا په راتګ سره يې موږ شاهدان يو.

    خو بل طرف که د ا.ا.ا مخالفينو (شر او فساد ډله) او د هغوی کردار او شعار ته کتنه وکړو نو به معلومه شي چې تېر شلو کلونو کې کوم جنايتونه نه وو چې دوی نه وي کړي؟ د ولس ټوټه کول، تعصب او کرکه يې افغان قومونو کې پيدا کړې، پردۍ پروژې او غلامۍ سربېره د اسلاميت دې مخالف وو، د افغانيت څخه دې منکر وو، د افغانستان له جغرافيې څخه منکر وو، څوک تاجکستان، څوک ايران، څوک بيا ازبکستان او پاکستان او غرب ته وفاداره؛ د هغوی په خوښه يې د افغانستان د ټوټه کولو کوښښونه کول.

    حيران ځکه شم چې شل کاله د غربي يرغل ساتونکي او غربي يرغل کې روزل شوي څنګه د افغانستان د آزادۍ نعرې وهي؟ هغه هم د هغوی مقابل چې وطن يې پس له شلو کلونو له غربي اشغال څخه آزاد کړی.

    دوی همغه لنډغر دي چې د روسي اشغال له ختم وروسته نه چا ترې مال او نه هم عزت ساتلای شوای، دا همغه د افغانستان د تجزيې سوداګر دي چې اوس هم همغه خوبونه ويني.

    نو يو طرف ا.ا.ا دی چې افغانان يې د آزادۍ په تحفه نازولي او بل طرف د شر او فساد ډله ده چې د يرغلګرو پر ټانک سپاره راغلي وو؛ يو طرف هغوی چې د ولس اتحاد او اتفاق ته يې کار ويلی او بل طرف بيا هغه د نظام مخالفين چې همېش يې په ولس کې تفرقه اچولې، تعصب ته يې هڅولي.

    ا.ا.ا هره ورځ درته د وطن د پرمختګ يو نوی باب پرانيزي او د شر و فساد ډلې همېش د وطن آبادۍ کې خنډونه جوړ کړي.

    يو طرف هغوی چې تر اسلام او اسلامي اصولو يې ځانونه قربان او لولپه کړه او بل طرف هغوی چې د ډيموکراسۍ او فحاشۍ لپاره د بيا ځلي يرغل نعرې وهي.

    ځکه خو افغانانو خپل انتخاب وکړ چې د آزادۍ اتلان يې خپل اتلان او د پرديو جاسوسان يې خاينان معرفي او له ملاتړه يې لاس واخيست.

    همدا وجه ده چې افغانان په يوه اتفاق د ا.ا.ا تر شاه ودرېدل او د شر و فساد ډلې سره ونه درېدل، ځکه د دې ولس حافظه دومره هم نه ده کمزورې چې په دريو کلونو کې بيا ستاسي (شر او فساد ډلې) جنايتونه هېر کړي.

    دا چې ا.ا.ا هم د اسلام له نظره اتلان دي، ځکه د کفر مقابل يې کلونه جګړه کړې، ځانونه يې لولپه کړي او هم يې وطن له پردي يرغل څخه آزاد کړی او سم له آزادۍ سره هره ورځ يو نوی باب د پرمختګ پرانېزي؛ ځکه افغانان د يوې داسي ورځې، د داسي مشرانو او اتلانو انتظار درلود چې اوس رب په دغه تحفه ونازول.

    افغانان اوس په شعار پسې نه ځي، بلکې د هرې ډلې، نظام کردار ته په کتلو يې ملاتړ او يا هم مخالفت کوي؛ افغانان اوس د خپلو اتلانو او خاينانو تر منځ توپير کولای شي، ځکه د شر او فساد ډله يواځې په دروغجنو تبليغاتو سر ده او نور هيڅ لاسته راوړنه نه لري.

    ولس همدا وايي چې: شر او فساد پر څه؟ اسلامي اصولو ته ژمن د عدل او انصاف نظام دی، د پرمختګ کارونه هره ورځ پر ډيرېدو دي، د پرديو لاسونه قطعه شوي، يو ملت، يو مسلمان او يو افغانيت دی نو شر او فساد پر څه؟دا چې دا ځلي پس له آزادۍ څخه اسلامي اصولو ته ژمن وطن دوسته اتلان لرو ځکه به د رب په نصرت او د ولس په ملاتړ سره دا آزادي ساتو ان شاءالله.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد ریاست الوزراء سیاسي مرستیال بېرته هېواد ته راوگرځېد
    راتلونکي مقاله مالیې وزارت: د پمپ سټېشنونو د ثابتې او هوټلونو د انتفاعي مالیې په کچه کې د پام وړ کمښت راغلی دی

    مربوطه لیکنې

    پر ایران برید او د ایراني پلوه مقاومت ډلو مرموزه چوپتیا

    24 جون 2025

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 25 جون 2025

    ټرمپ: که ایران خپل اټومي تأسیسات ورغوي، بیا پرې برید کوو

    د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی، که د امریکا او صهیونیستي رژیم…

    محتسبینو فاریاب او لغمان ولایتونو کې درې مېرمنې له اجباري نکاح وژغورلې

    25 جون 2025

    د اسرائیلي رژیم اعتراف؛ غزه کې یې اووه پوځيان وژل شوي او ۱۶ نور مرګوني ټپیان دي

    25 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ټرمپ: که ایران خپل اټومي تأسیسات ورغوي، بیا پرې برید کوو

    25 جون 2025

    محتسبینو فاریاب او لغمان ولایتونو کې درې مېرمنې له اجباري نکاح وژغورلې

    25 جون 2025

    د اسرائیلي رژیم اعتراف؛ غزه کې یې اووه پوځيان وژل شوي او ۱۶ نور مرګوني ټپیان دي

    25 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،969 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،900 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،895 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.