څو ورځې وړاندې د پرځېدلي جمهوري نظام سیاستوال ارام شوي وو او همداراز له خپل لومړني بادار (امریکا) څخه نا هيلي شوي وو، تر هغه چې یو ځل بیا د امریکا ولسمشر (په داسې حال کې چې د هغه ځان خوښوونکی شخصیت او د بې بنسټه خبرو په اصلیت باندې هر عاقل پوهېږي) خوله پرانیسته او د بګرام هوايي اډې د بیرته نیولو خبره یې وکړه.
دغه بدنامه تښتېدلي کسان چې د تاریخ له کثافتدان څخه د ځان ژغورلو لپاره هرې زړې رسۍ ته لاس اچوي، دا ځل هم د ټرمپ په غیر عقلاني خبرو خوشحاله شول او د خپل هېواد په بیا نیولو خوښ شول؛ ځینو خو لا تر دې هم پښه واړوله، د عزت او شرف پولې یې ماتې کړې او ځانونه یې د امریکا له خوا د افغانستان د بیا نیولو په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو وبلل.
خو هغه څه چې له پیل راهیسې د پوهانو لپاره روښانه وو، د نوې جګړې په پیلولو کې د امریکا بې وسه توب وو؛ هغه هم په داسې هېواد کې چې له شلو کلونو جګړې وروسته یې د څلوېښتو نورو هېوادونو په همکارۍ دلته د ماتې تريخ خوند څکلی و. په رښتیا هم څنګه ممکنه وه چې امریکا یو ځل بیا د افغانستان د نظامي نیولو خوب په سر کې وګرځوي؟
د دې پیښې سره سره، د جمهوریت بدنام تښتېدلي کسان، لکه څنګه چې د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ټرمپ د ټاکنیزو شعارونو په دام کې را ګیر شوي وو چې ګواکې پاتې امریکايي وسلې به له اوسني افغان حکومت څخه بیرته واخلي او د هغه په بې بنسټه ادعاو باندې یې باور کړی و، دا ځل یې هم د اوبو د یو څاڅکي په لټه کې د تږو په څېر، د ټرمپ سراب ډوله خبرې حقیقت وګڼلې او هره شپه یې د امریکا تر سیوري لاندې افغانستان ته د بیرته ستنیدو خوبونه لیدل.
که څه هم له څو ورځو وروسته دا رامینځ ته شوې موضوع غوغا کمه شوه او حتی د افغان حکومت مخالفو رسنیو هم افغانستان ته د باګرام هوايي اډې د بیرته نیولو لپاره د امریکا د پوځي حضور پر نه شتون د تائید مهر ولګاوه او په دې اړه یې ټولې اوازې په جدیت سره رد کړې، خو د پرځېدلي جمهوريت سیاستوال بیا هم نه غواړي له خوبه را ويښ شي او په افغانستان کې روان حقیقت ته خپلې سترګې پرانیزي.
په زړه پورې خبره دا ده چې که څه هم د پخواني حکومت ډېری چارواکو دا بحث پرې ایښی او منلې یې ده چې د بیرته نیولو شعار او د ټرمپ بې بنسټه ګواښونه یوازې لافې وې، خو ځینې لا هم د خیالي کیسو او پېښو په روایت کولو سره هڅه کوي چې د دې دروغجنې اوازې اور ته بیا هم پوکی ووهي. د مثال په توګه، په وروستۍ قضیه کې د کابل پخواني حکومت ویاند نجیب ازاد ادعا کړې وه چې د طالبانو حکومت د بګرام هوايي اډه د تړون له مخې امریکا ته سپارلې او امریکایي ځانګړي ځواکونه د حرکت په حالت کې دي.
د بګرام د بیرته نیولو لپاره د امریکا د عملي فعالیتونو د پیل په اړه د دې اوازو او نورو ادعاوو په ځواب کې، ځینو رسنیو د امریکا د دفاع وزارت او یوې ډیپلوماټیکې سرچینې له قوله لیکلي وو، چې امریکا په افغانستان کې هیڅ ځواک نه لري او د بګرام اړوند اوازې په کلکه ردوي.
له بلې خوا، د افغان حکومت قاطع ځواب او روښانه دریځ هم هغه لږ اټکلونه چې د بګرام اډې ته د امریکا د بیرته راتګ امکان یې پیشبیني کاوه، په بشپړ ډول له منځه یووړل او نور هر هغه شخص چې په رسنیو کې یې لږ اعتبار درلوده، د دې پېښې پر ناممکنوالي یې ټینګار وکړ.
له همدې امله، کله چې نجیب ازاد یو ځل بیا د بګرام او افغانستان ته د امریکایي ځواکونو د حرکت ادعا وکړه، رسنیو، د سیاسي چارو پوهانو او حتی هر هغه کس چې لږ معلومات یې درلودل، دا ځل د منطقي سیاسي بحثونو پر ځای دا ادعا ډېره مسخره کړه.
په پای کې، ویلی شو چې پر توهماتو او اوازو تکیه کول نه یوازې د پخوانیو ناکامو کسانو زخمونو ته درملنه نه ده، بلکې دوی د ناپوهۍ او وابستګۍ په خټه کې لا ډېر غرقوي.
په رښتیا، د ننني افغانستان حقیقت له سیاسي استقلال، ملي حاکمیت او له پردیو سره د وابستګۍ له بشپړ قطع کېدو پرته بل څه نه دی؛ یو داسې حقیقت چې د پرون ورځې تښتېدلو کسانو لا تر اوسه هم نه دی منلی.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


