Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»ویانا کې د ناملي جبهې سرګرداني.
    افغانستان

    ویانا کې د ناملي جبهې سرګرداني.

    عمران آغاعمران آغا25 جون 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: محمد فیصل

    دا څلورم ځل دی چې د اتریش مرکز ویانا کې د ناملي او بې مقاومته جبهې ځینې بګیلان راټولېږي.

    هغوی ځانونه ډير ملي ملي کوي، خو پکې د تش په نوم افغانانو او د یو ډیر کوچني اقلیت ځینې په اصطلاح استازي راټول شوي دي؛ هغه اقلیت چې تر ډیره د امریکا او اروپا په کمپونو کې میشت دی او خوراک يې سوسیال/بینیفټ دی.

    ناملي جبهه له تېرو دریو کلونو راهیسې په اروپا کې سرګردانه ګرځي او خواري کوي چې لکه د تیر ځل په څیر دا ځل هم کوم بهرنی ملاتړی ومومي او افغانستان ته جګړه راوړي، خو تر دې دمه یې کوم سپانسر موندلی نه دی.

    هغه کسان چې د ویانا ناسته کې يې ګډون کړی، ټول يې په تیرو دریو لسیزو کې په یو نه يو ډول فساد او وطن ورانونې کې ښکیل دي؛ د ځینو خو ان پلرونو هم د دې وطن ویجاړی کې رول درلود.

    احمد مسعود چې د دغو مفسدینو مشر دی، پلار يې احمد شاه مسعود له روسانو سره پروتوکول او سوله کړې وه؛ احمد شاه مسعود په کورنیو جګړو کې له پرچمیانو سره لاس یو او وطن يې لوټې لوټې کړ چې پای یې طالبانو لمن ورټوله کړه او افغانستان یې د هغه له شر و فساده وژغوره.

    د ننګرهار مخکیني قومندان حضرت علي هم په دغه غونډه کې ګډون کړی. دا هغه مفسد، غاصب او له ملي شتمنیو ناوړه استفاده کوونکی حضرت علي دی چې د کور جوړولو له پاره يې خښتې په چورلکه کې وړلې.

    دا کسان مشت نمونه يې خروار و چې موږ یاد کړل؛ هلته ناست کسان ټول په فساد کې ښکیل وو؛ دوی په ولس کې ځای نه لري، که لرلی يې نو نن به د ولس تر څنګ ناست وو.

    هیڅ افغان له وطنه د دوی په وتلو خپه نه دی، بلکې ولس خوشاله دی، هغه مفسدین چې شل کاله يې ولس وزبیښه، اوس په اروپا او امریکا کې سرګردانه ګرځي، خو هیڅوک يې کیسه کې نه دي.

    دا څلورم ځل دی چې هغوی په ویانا کې راټولیږي، خو رسنۍ چندان پوښښ نه ورکوي؛ نړۍ هم شا ور اړولې او خریدار نه لري.

    نړۍ پوهېږي چې دغه مفسدین د افغانانو درد دوا کولی نه شي، نړۍ پرې اعتبار او ملاتړ یې نه کوي، ځکه پوهیږي چې له طالب سره نه کيږي؛ طالب د نظامي تر څنګ په سیاسي ډګر کې هم دغو بګیلانو ته ماته ورکړې او سیاسي موقف يې ترې نیولی دی.

    نړۍ پوهېږي چې د افغانستان په تاریخ کې له دغو خلکو لوی مفسدین تیر شوي نه دي او افغانان هم له دوی څخه ډیره کرکه لري، نو ځکه نه غواړي ملاتړ يې وکړي.

    دوی سرګردانه او لالهانده دي، منډې ترړې يې کومه پایله نه لري؛ یوازې مصرفونه کوي او عکسونه اخلي، په دریو کلونو کې له راټولېدو، چای او ډوډۍ خوړلو او تشو اعلامیو خپرولو پرته بل هېڅ نه لري.

    مخکینۍ مقالهد ویانا ناکاره ناسته او ذلیله ګډونوال.
    راتلونکي مقاله بلخي: د دوحې ناستې په اړه مشورتي ناسته شوې

    مربوطه لیکنې

    مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي

    22 جون 2025

    د پاکستان له زندانونو ۶۷ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي

    22 جون 2025

    مولوي امیرخان متقي ترکیه کې له خپل سوریایي سیال اسعد حسن الشیباني سره کتلي

    21 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 22 جون 2025

    مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي

    ‏د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي استانبول کې د اسلامي همکاریو سازمان د…

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    د پاکستان له زندانونو ۶۷ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي

    22 جون 2025

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    د پاکستان له زندانونو ۶۷ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.