هېره دې نه وي چې سوریه کې د تحریرالشام په مشرۍ د اسلامي ګروپونو له خوا له تېرې چهارشنبې ورځې راهیسې د «رد العدوان» یا د یرغل د مخنیوي په نوم عملیات پیل شوي او د ګڼ شمېر مهمو سیمو له نیولو سربېره یې سلګونه عرادې پوځي وسایط او نظامي تجهیزات هم ترلاسه کړي دي.