اسوشتيد پريس خبري اژانس وايي یونان کې د پناه غوښتونکو د یوې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې اته تنه افغان کډوال ډوب او مړه شوي دي.
د ياد اژانس د خبر له مخې د یونان ساحلي ګارډ ویلي، چې مړه شوي کسان افغانان دي، او دغه بېړۍ د ساحلي ګارډ له ګزمو په تېښته وه، چې د يونان په «رودس» ټاپو کې ډوبه شوې ده.
همدا راز بلخوا بيا د یونان د ساحلي ګارډ په یو لړ عملیاتو کې ۱۲ نارینه، درې ښځې او درې ماشومان چې ټول افغانان دي او ټولټال شمېره یې ۱۸ ته رسېږي؛ ژغورل شوي دي.