Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»يوه افغان پانګه وال له ایران څخه د موټرو د رنګ فابریکه کابل ته را انتقال کړه
    افغانستان

    يوه افغان پانګه وال له ایران څخه د موټرو د رنګ فابریکه کابل ته را انتقال کړه

    صابر افغانصابر افغان19 نوومبر 2025۱ څرگندون2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د پنجشېر ولايت مقام رسنيز دفتر وايي، د حاجي غلام فاروق په نوم يوه افغان پانګوال له ایران څخه د موټرو د رنګ د تولید فابریکه افغانستان ته را انتقال کړې ده.

    سرچينې ويلي، د فابریکې ټول وسایل هېواد ته لېږدول شوي، د کابل د ده‌سبز ولسوالۍ په (شنه کلي) کې یې د نصب چارې بشپړې شوي او ډېر ژر به په تولید پیل وکړي.

    د فابریکې د انتقال او جوړولو لګښت نږدې درې میلیونه امریکایي ډالر ښودل شوی دی.

    ياد پانګوال د پنجشېر له والي حافظ محمد اغا حکیم سره په لیدنه کې ويلي، چې د افغان حکومت اړونده ادارو ورسره ښه همکاري کړې او دی به په اسلامي او ملي روحيه د هېواد په پرمختګ کې ونډه واخلي.

    هغه زیاته کړې، چې اوسمهال هېواد کې د پانګونې لپاره شرایط ښه شوي او هیله لري چې دا فابریکه به د خلکو لپاره د کارموندنې مهم فرصتونه رامنځته کړي.

    په ورته مهال د پنجشېر والي یاد پانګه وال ته د ملاتړ ډاډ ورکړی او ويلي یې دي، چې د پانګه والو هڅونه د افغان حکومت له اساسي لومړیتوبونو څخه ده.

    د نوموړي په وینا، هېواد اوس د پرمختګ په لور روان دی او پانګه وال دې د اقتصادي ثبات په رامنځته کولو کې لا هڅې وکړي.

    حاجي غلام فاروق ويلي، په ایران کې یې په خپل شرکت کې شاوخوا ۲۰۰ کسان په کار بوخت وو او په افغانستان کې به له دې ډېر هېوادوالو ته د کار زمینه برابره کړي.

    هغه ويلي، چې په تېرو حکومتونو کې یې هم د فابریکې د انتقال هڅه کړې وه، خو د امنیتي ستونزو له امله بریالی شوی نه و.

    مخکینۍ مقالهمسکو کې افغان سفیر د تاتارستان له مرستیال لومړی وزیر سره کتلي
    راتلونکي مقاله لبنان کې د فلسطیني کډوالو پر پنډغالي د صهیونیست رژیم برید کې ۱۴ تنه شهیدان شوي

    مربوطه لیکنې

    د ناروې کډوالو شورا منشي وايي کابل کې د په نښه شوي ملکي روغتون ويجاړ حالت یې له نږدې لیدلی

    17 مارچ 2026

    هند کابل کې د روږدو پر روغتون بريد بزدلانه او غير انساني عمل وباله

    17 مارچ 2026

    د بشري حقونو نړیوال بنسټ: کابل کې د روږدو د درملنې پر روغتون د برید عاملین باید محاکمه شي

    16 مارچ 2026

    ۱ څرگندون

    1. نجيب الرحمن on 19 نوومبر 2025 11:04 AM

      سلام ، ورور ښه یی ، وبښی که کیدلای شی له دغه نفر ( حاجی غلام فاروق) سره تماس ونیسم

      Reply
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تبصرې 17 مارچ 2026

    د اردن مشهور عالم او داعي، دوکتور اياد قنيبي: افغانستان کې پر روغتون برید ژور خواشينی کړی يم، داسې ښکاري لکه مجرمان چې په غزه او افغانستان کې له خپلو جنايتونو ترسره کولو خوند اخلي

    د اردن هېواد مشهور عالم او داعي دوکتور اياد قنيبي ويلي، په افغانستان کې پر…

    د ناروې کډوالو شورا منشي وايي کابل کې د په نښه شوي ملکي روغتون ويجاړ حالت یې له نږدې لیدلی

    17 مارچ 2026

    د نړیوالو اړیکو کارپوه، دوکتور عصام عبدالشافي: د پاکستان حاکم رژیم سیمه کې د امریکايي اجنډا د پلي کولو لپاره په افغانستان کې خپلو احمقانه پالیسیو ته دوام ورکوي

    17 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د اردن مشهور عالم او داعي، دوکتور اياد قنيبي: افغانستان کې پر روغتون برید ژور خواشينی کړی يم، داسې ښکاري لکه مجرمان چې په غزه او افغانستان کې له خپلو جنايتونو ترسره کولو خوند اخلي

    17 مارچ 2026

    د ناروې کډوالو شورا منشي وايي کابل کې د په نښه شوي ملکي روغتون ويجاړ حالت یې له نږدې لیدلی

    17 مارچ 2026

    د نړیوالو اړیکو کارپوه، دوکتور عصام عبدالشافي: د پاکستان حاکم رژیم سیمه کې د امریکايي اجنډا د پلي کولو لپاره په افغانستان کې خپلو احمقانه پالیسیو ته دوام ورکوي

    17 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،123 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،074 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،146 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.