Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»ټاپي؛ د باغیانو پر مرۍ د پرمختګ چاړه!
    لیکني

    ټاپي؛ د باغیانو پر مرۍ د پرمختګ چاړه!

    صابر افغانصابر افغان12 سپتمبر 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    د ټاپي پروژه چې په لنډو کې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند په معنی ده، په سیمه کې د ګازو یوه له سترو پروژو څخه شمېرل کېږي.

    دا ستره پروژه د ترکمنستان د طبعي ګازو له سرچینو پیل او د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدول کېږي؛ د دې پروژې بریالي پلي کېدل نه یوازې د ګټو اخیستونکو هیوادونو لپاره، بلکې د ټولې سیمې لپاره اقتصادي او سیاسي بدلون راوړونکې ده.

    افغانستان چې د دې پايپ لاین په لاره کې پروت دی، له بیلابېلو ګټو څخه به یې برخمن کېږي، افغانستان د دې پايپ لاین له لارې کلنی عواید ترلاسه کولی شي چې د هیواد له اقتصاد سره به لویه مرسته وکړي.

    د دې پروژې پلي کول به د افغانستان د خلکو لپاره ډیر کاري فرصتونه برابر کړي چې د بیکارۍ په کموالي او د ژوند د وضعیت ښه کولو کې به ګټور وي؛ ټاپي به د افغانستان د ترانسپورت او انرژۍ زیربناوې پراخه کړي چې دا هم د هیواد په اقتصادي وده او پرمختګ کې مرسته کولای شي.

    د افغانستان اسلامي امارت د اوسني حاکم نظام په توګه، د امنیت د ساتلو او د ټاپی پروژې د پلي کولو لپاره د اړینو شرایطو د برابرولو په موخه پراخې هڅې ترسره کړې دي.

    د اسلامي امارت چارواکو همېشه د دې پروژې پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د هغې د پلي کولو لپاره اړین امنیت تضمینوي؛ دغه هڅې له اسلامي امارت سره د هیواد اقتصادي پرمختګ، له سیمې او نړۍ سره د مثبت تعامل لپاره ژمنتیا څرګندوي.

    هغه څه چې په دې منځ کې د پام وړ دي، د دې پروژې د عملي پیل له اعلان راهیسې د باغیانو او مفسدینو پر خولو د چوپتیا مهر، بې ځایه خبرې کول او منفي غبرګونونه دي.

    دا غبرګونونه د پروژې له حیاتي ارزښت سره د دوی د شخصي او بهرنیو ګټو د ټکر له امله دي، بغاوتګر چې له دریو کلونو راهیسې یې په هیواد کې د نا امنۍ او اختلاف اچونې هڅه کړې، اوس د دې حیاتي پروژې پیل په خپلو دروغجنو تبلیغاتو د یو ګزار په توګه احساسوي.

    دوی د منفي تبلیغاتو په مټ هڅه وکړه چې د دې حیاتي پروژې د پرمختګ او پیل په لاره کې خنډ واچوي، مګر د دې پروژې له عملي پیل سره، د دوی ټولې دسیسې ناکامې او د اوبو پر سر لیک شوې.

    د باغیانو د اندیښنې او درد اصلي لامل د ټاپي پروژې عملي پیل دی، دا چې د دې پروژې عملي کېدل د افغانستان لپاره د اقتصادي ثبات او امنیت معنی لري؛ ثبات او امنیت په اصل کې د باغیانو د نوم او شهرت د له منځه تللو په معنی دي.

    دوی د کلونو په اوږدو کې د منفي او دروجنو تبلیغاتو له لارې داسې ښوودله چې ګویا په هیواد کې ناورین موجود دی او په دې سره یې ګټې تر لاسه کولې، دا چې اوس نړیوال په افغانستان کې روان پرمختګ ویني، کوم چې له اسلامي امارت سره د افغانانو د بشپړ ملاتړ او د ناورین د نه شتون څرګندونه کوي؛ دې چارې باغیان له ویرې او وارخطایۍ سره مخ کړي.

    د ټاپي پروژې عملي پیل نه یوازې د افغانستان د اقتصادي وضعیت په ښه کولو کې مرسته کوي، بلکې د سیمې د ثبات او د هیواد له ګاونډیو سره د مثبت تعامل په برخه کې هم ارزښتمن رول لوبوي.

    په همدې حال، باغیان چې د هیواد له هر ډول پرمختګ څخه وېره لري، د افغانستان د خلکو د اقتصادي وضعیت د پرمختګ او غوړېدا شاهد دي؛ له شک پرته د ټاپي پروژې بشپړ پلي کېدل به د افغانستان لپاره یوه ستره بریا او د باغیانو او بهرنیو جاسوسانو پر زړونو کې زهرجن خنجر وي.

    مخکینۍ مقالهبلخ کې د شر او فساد/ ازادۍ جبهې‌ يو غړی هدف ته تر رسېدو وړاندې وژل شوی
    راتلونکي مقاله لوګر کې ۴۴۳ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

    مربوطه لیکنې

    د ښځو حقونو له نوم په استفاده د مقاومت جبهې سیاسي امتیاز طلبي

    21 جولای 2025

    د ناکامو ډلو بې ګټې فیسبوکي مبارزه او ناکامې خیالي وعدې

    19 جولای 2025

    د افغانستان په اړه ناسم تحلیلونه، خیالي فرضیې او عیني واقعیتونه

    17 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    خبري غورچاڼ 21 جولای 2025

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    ورځ او نېټه: دوشنبه ۱۴۴۷/۱/۲۵ھ ق. ۲_ستره محکمه: پکتيا کې دوه کسانو ته د نا…

    د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر: موږ د لسيزو ويجاړې شوې فابريکې بيا فعاله کړې، څو د هېواد کرنيزه او صنعتي برخه کې پر ځان بسيا شي

    21 جولای 2025

    ملا عبدالغني برادر ملي پراختیا شرکت کې د تولیدي فابریکو د کمپلیکس پرانیسته وکړه

    21 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    21 جولای 2025

    د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر: موږ د لسيزو ويجاړې شوې فابريکې بيا فعاله کړې، څو د هېواد کرنيزه او صنعتي برخه کې پر ځان بسيا شي

    21 جولای 2025

    ملا عبدالغني برادر ملي پراختیا شرکت کې د تولیدي فابریکو د کمپلیکس پرانیسته وکړه

    21 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،989 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،922 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،930 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.