Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تبصرې»ټاپي پروژه د افغانستان د ثبات له پاره حیاتي ارزښت لري
    تبصرې

    ټاپي پروژه د افغانستان د ثبات له پاره حیاتي ارزښت لري

    عمران آغاعمران آغا10 سپتمبر 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    ټاپي/TAPI پروژه په سیمه کې د سیمه ییز نښلون لویه او په اقتصادي او سیاسي لحاظ سیمه بدلوونکې پروژه ده.

    ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند د دغې پروژې ګډونوال دي؛ د دغې پروژې له لارې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او بیا هند ته لېږدول کېږي.

    ترکمنستان د ګازو پرېمانه ذخیرې لري؛ د ترکمنستان له دغه ګاز څخه به افغانستان، پاکستان او هند استفاده کوي.

    افغانستان به نه یوازې له ګاز څخه مستفید کېږي، بلکې هر کال به شاوخوا څلور سوه میلیونه ډالر د ګاز د لیږد فیس هم ترلاسه کوي.

    د دغې پروژې عملي کارونه په ترکمنستان کې پای ته رسېدلي وو، خو په افغانستان کې یې چارې عملاً پیل شوې نه وې چې اوس پیلېږي.

    دغه پروژه د ا.ا.ا. اقتصادي معاونیت او بهرنیو چارو وزارت په ګډې همکارۍ او هڅو پیلېږي چې د افغانستان اقتصادي او سیاسي وضعیت به ورسره بدل شي؛ دغه پروژه د سیمې، په ځانګړي ډول د افغانستان نښلون او ثبات باوري کوي.

    له لسیزو زموږ په سیمه کې د شته هیوادونو تر منځ بې باوري موجوده ده چې اوس دغه ډول پروژې کولی شي چې د سیمې هیوادونه یو بل ته نږدې او د بې باورۍ فضاء ختمه کړي.

    افغانستان چې د ډیرو ګاونډیو هیوادونو تر منځ د رقابت ځای وو، اوس دغه ډول پروژې زموږ د هیواد د ثبات له پاره حیاتي ارزښت پیدا کوي، ځکه ګاونډي هیوادونه، په ځانګړي ډول هند او پاکستان به نور په افغانستان کې د رقابت پر ځای همکاري کوي.

    په افغانستان کې د هند او پاکستان ملګرتیا، نږدې والی او د رقابت له منځه تلل د افغانستان د ثبات له پاره ډیر مهم دي.

    بلخوا، د سیمې لوی هیوادونه لکه روسیه، چین او ایران هم له دغه ډول پروژو سره حساسیت نه لري او دا د دې بل دلیل چې که خدای کول افغانستان به له لسیزو نارامیو وروسته اوږد مهاله ثبات ته رسېږي.

    افغانستان به له دې وروسته د سیمې د هیوادونو د همکارۍ او د مرکزي او سویلي اسیا د نښلون نقطه وي.

    داسې څرکونه او هیلې پیدا شوي چې افغانستان به د سیمې نښلون کې خپل پخوانی تاریخي رول بیا ولوبوي او ورسره به افغانستان ثبات او اقتصادي ښېرازۍ ته ورسېږي.

    مخکینۍ مقالهد نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ.ورځ او نېټه: سه شنبه ۱۴۴۶/۳/۷ ھ ق.
    راتلونکي مقاله رييس الوزرا د ټاپي د پرانيستې په موخه هرات ته رسېدلی

    مربوطه لیکنې

    د سحر او جادو له تور بازار او ناوړه کاروبار سره د مبارزې جدي هڅې

    21 مې 2025

    د مقاومت جبهه د ناهیلۍ په وروستي حد کې!

    10 فبروري 2025

    د شر او فساد د عاملینو ګرمي نارې او سوړ حقیقت

    15 دسمبر 2024
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 1 جون 2025

    پاکستاني طالبانو له ۲۰۱۳ کال راوروسته تېره مياشت تر ټولو ډېر بريدونه ترسره کړي

    د پاکستاني طالبانو غورځنګ اړوند عمر ميډيا د خپل مياشتني راپور په خپرولو سره ویلي،…

    نایجریا کې د سختو سېلابونو له امله ۱۵۱ کسان وژل شوي

    1 جون 2025

    غزه کې پر نهارو فلسطینیانو د اسرائيلي رژیم برید؛ ۶۵ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

    1 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پاکستاني طالبانو له ۲۰۱۳ کال راوروسته تېره مياشت تر ټولو ډېر بريدونه ترسره کړي

    1 جون 2025

    نایجریا کې د سختو سېلابونو له امله ۱۵۱ کسان وژل شوي

    1 جون 2025

    غزه کې پر نهارو فلسطینیانو د اسرائيلي رژیم برید؛ ۶۵ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

    1 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،940 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،876 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،865 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.