
ټاکل شوې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلنسکي سبا (یکشنبه) د امریکا په فلوریډا ایالت کې سره وویني.
د راپورونو له مخې، زېلنسکي ویلي چې په دې لیدنه کې به د اوکراین پر ځمکنۍ بشپړتیا، د ډنباس سیمې پر وضعیت او د زاپوروژیا پر اټومي بټۍ خبرې وکړي.
زېلنسکي هیله ښودلې چې ښایي تر نوي کال وړاندې د مهمو مسایلو په اړه د پام وړ پرېکړې وشي.

