
امریکایي رسنیو راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ د دغه هېواد لویه څارنواله پام بونډي له خپلې دندې ګوښه کړې ده.
د فاکس نیوز د راپور له مخې، بوندي د چهارشنبې په ماښام ټرمپ سره د لیدنې پر مهال د خپلې برطرفۍ خبر ترلاسه کړ.
د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي رویټرز ته تائید کړه، چې دا پرېکړه د بانډي د کړنو پر وړاندې د نيوکو له زياتېدو وروسته شوې چې د اپسټین اسنادو د خپرېدو څرنګوالي مساله هم پهکې شامله ده.
په ورته مهال ټرمپ ویلي، چې پام بونډي به تر دې وروسته له خصوصي سکټور سره خپلې اړیکې جاري ساتي.

