د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د اوکراین او روسیې ولسمشران نور باید د جګړې د پایته رسولو لپاره یوه جوړجاړي ته چمتووالی ونیسي.
ټرمپ زیاته کړې، چې دې خونړۍ جګړې د ۲۰۲۲ کال راهېسي اوکراین ته زیانونه اړولي دي.
بلخوا نوموړي د ولسمشر جو بایډن په هغې پرېکړې هم کلکه نیوکه کړې، چې اوکراین ته یې په امریکایي وسلو باندې د روسیې په خاوره د حملو اجازه ورکړې ده.
هغه دا اشاره هم رسولې، چې کله په بشپړ ډول واک ورته وسپارل شي؛ نو ښایي دا فیصله لغوه کړي