
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، په اوکراین کې د جګړې پای ته رسولو په موخه له روسیې او اوکراین سره هوکړې ته نږدې شوی؛ خو د هوکړې جزئیات یې نه دي روښانه کړي.
ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې د فرانسې له ولسمشر، اېمانوېل مکرون سره په لیدنه کې ویلي چې، د اوکراین او روسیې د چارواکو تر منځ بې باوري موجوده ده او له همدې امله یې په دغه برخه کې رول مهم دی.
د معلوماتو له مخې، ټرمپ له اروپایي هېوادونو غواړي چې له اوکراین سره په نظامي او اقتصادي مرستو کې ډېره ونډه واخلي، بل پلو بیا فرانسه د مسکو پر وړاندې د ضمانت غوښتنه کوي.