د فلسطین ولسمشر محمود عباس د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د ټرمپ د بریا له کبله په ټيليفوني اړيکه هغه ته مبارکي ورکړې ده.
د فلسطین خبري اژانس وفا خبر ورکړی، چې له عباس سره د ټیلیفوني خبرو په ترڅ کې ټرمپ ټینګار کړی، چې په فلسطیني سیمو کې به د جګړې بندولو لپاره کار وکړي او په دې اړه به د سیمې او نړۍ له اړوندو خواوو سره خبرو اترو ته دوام ورکړي.