شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې قزاقستان له صهیونیستي رژیم سره د اړیکو عادي کولو له مهم تړون (ابراهیم) سره یو ځای شوی.دا په داسې حال کې ده، چې قزاقستان له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې له صهیونیستي اسرائیلو سره بشپړې دیپلماتیکي اړیکې لري.د اکسیوس د راپور له مخې، ټرمپ هڅه کوي د دې تړون له لارې صهیونیست رژیم له هغې نړیوالې انزوا وباسي، چې د غزې له جګړې وروسته ورسره مخ شوی. ټرمپ تر دې وړاندې هم د سوریې او لبنان په ګډون یو شمېر نور عربي او اسلامي هېوادونه له یاد تړون سره یوځای کېدو ته هڅولي وو.