
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې وینزویلا د امریکا له لویو نفتي شرکتونو سره د سمدستي همکارۍ هوکړه کړې.
ټرمپ دا څرګندونې د امریکايي نفتو شرکتونو له اجرائیه رئیسانو سره د لیدنې پر مهال کړي او زیاته کړې یې ده، چې وینزویلا دا مهال له امریکا سره ښې اړیکې لري او د واشنګټن درناوی کوي.
ټرمپ ادعا کړې، چې د وینزویلا د نفتي صنعت له بیارغونې سره کاراکاس او واشنګټن به د نړۍ شاوخوا ۵۵ سلنه د نفتو زېرمې تر خپل کنټرول لاندې راولي.
نوموړي ویلي، چې امریکايي شرکتونه به د وینزویلا د نفتي صنعت د بیارغونې لپاره تر ۱۰۰ میلیارد ډالرو پانګونه وکړي.

