د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون ماښام په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي چې په راتلونکو ورځو کې به د ایران د قضیې د څېړلو لپاره له لوړ پوړو چارواکو سره ناستې ولري.
نوموړي هیله ښودلې، چې له ایران سره ستونزې به پرته له دې چې صهیونیستي رژیم د ایران پر پوځي تاسیساتو برید وکړي، حل شي.