Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»سیمه»ټـ.ـي‌ټـ.ـي‌پـ.ـي: په پاکستان کې انتخابات نه، بلکې د پوځ له لوري انتصابات کېږي
    سیمه

    ټـ.ـي‌ټـ.ـي‌پـ.ـي: په پاکستان کې انتخابات نه، بلکې د پوځ له لوري انتصابات کېږي

    صابر افغانصابر افغان14 فبروري 2024څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) په دغه هېواد کې د شوو ټاکنو په اړه یوه اعلامیه خپره کړې ده، چې شوې ټاکنې یې یوه تشه ډرامه بللې ده. د ټي‌ټي‌پي ویاند محمد خراساني له لوري رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د فبروري په اتمه په پاکستان کې د ټولټاکنو په نوم پیل شوې ناندرۍ او ډرامه پای ته ورسېده. په پاکستان کې له تېرو ۷۷ کلونو راهیسې د ټاکنو په نامه ناندرۍ روانې دي، خو تر اوسه له دغو ناندریو څخه نه د اسلام دین ته کومه گټه ورسېده او نه هم ترې عام ولس کومه گټه واخیسته. :«یوازې دا چې د یو دین او یوې کلمې یو امت یې په مختلفو ډلو، گوندونو، فکرونو او اهدافو باندې تقیسم کړ. مختلفې فتنې، منکرات او خرافات پکې په نوي رنگ او جامه په پوره زور او شور سره پیدا او داسې څېرې او اشخاص پکې د رسنیو د تبلیغاتي پروپاگنډ له لارې د پټو شیطاني ادارو او قوتونو له لوري په مسلمانو ولسونو باندې مسلط او حاکمان شول او کېږي، چې نه خو د اسلام له دین سره کومه وفاداري لري او نه هم له هېواد او ولس سره پکې د اخلاص او وفادارۍ کوم څرک لیدل کېږي.» د ټي‌ټي‌پي خبرپاڼه چې هندوکش ته هم رسېدلې پکې ویل شوي، په پاکستان کې ټاکنې د لوېدیځ لپاره په مسلمانو ولسونو باندې د خپلو مفسدو، هغوی ته د وفادارو او له همدا راز د اسلام له دین څخه د بېزاره گوډاگي اشخاصو د مسلط او واک ته د رسولو یوه اسانه نسخه ده.:«هر څوک پوهېږي چې زموږ د هېواد (پاکستان) واک د پوځ او استخباراتو سره دی. حکومتي چارواکي، بانفوذه سیاسي کورنۍ او نور د لوېدیځ غلامان دي. دوی چې کله هم له واک لرې او یا تقاعد شي، نو په ډېرې بېړې سره د خپلو بادارنو خوا ته ځي؛ ځکه چې د دوی کاروبارونه هلته وي. د دې غریب قوم څخه لوټ کړې پانگه د دوی په بانکي اکونټونو کې پرته وي. د دوی بچیان همالته زده‌کړې کوي او همالته روزل کېږي.» په خبرپاڼه کې ویل شوي، د پاکستان ریاست غلام دی او لوېدیځه نړۍ چې څه ورته وايي، دوی هم هماغه کسان د تش جمهوریت په نامه په خپلو خلکو مسلطوي: «دوی بیا زموږ دیني ارزښتونه، خپلواکي او ملي غرور هم له منځه وړي. د دې غلامانو او خاینانو ټاکنه زموږ ولس نه کوي، بلکې د دوی گمارنه د ټاکنو مخکې د پوځي ادارو له لوري کېږي. عام خلک هم پوهېږي چې دا ځل به په پاکستان کې د واک نمبر د چا وي.» د ټي‌ټي‌پي له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په پاکستان کې واک، اقتدار او حکومت ته بیا بیا راتلونکي سیاسي گوډاگیان د خپلې وړتیا او ولس سره د مینې له مخې نه راځي، بلکې دلته سیاسي مشران د پوځ او استخباراتو له لوري ټاکل کېږي او د دوی تر شا بیا لوېدیځ قوتونه دي:« پاکستان په هېڅ لحاظ هم خپلواک هېواد نه دی؛ ځکه د پاکستان د بهرنیو، کورنیو، اقتصادي، ښوونیزو، دفاعي، عسکري او په نورو ټولو ټولنیزو تگلارو باندې د کرایه‌دار غلام او اجیر پوځ له لارې نړیوال ریاست حاکم دی. دلته د ټولو فسادونو او ستونزو اصلي سرچینه د انگرېزي او سامراجي استعمار له لوري جوړ شوی غلام او اجیر پوځ دی، چې له هغه څخه د حقیقي خلاصون یوازېنۍ لاره د تحریک طالبان پاکستان له لوري روان او مقدس جهاد دی.» په خبرپاڼه کې ویل شوي، د دوی جهادي مبارزه اوس ډېره په چټکۍ روانه ده او اوس یې د وسله‌والو په شمېر کې ډېروالی راغلی دی، چې اوس یې پوځ تر خپلو قرارگاوو منحصر کړی او له خپلو مرکزونو سر هم نه‌شي پورته کولی. همدارنگه په دغه اعلامیه کې د پاکستان د مذهبي گوندونو(جمعیت علماء اسلام، جماعت اسلامي، تحریک لبیک او جمعیت اهل حدیث او نورو…) څخه غوښتل شوي چې په ټاکنیزو ډرامو دې د ځوان نسل وخت او استعداد نه ضایع کوي او په پاکستان کې دې د یو اسلامي نظام لپاره عملي گامونه پورته کړي. اعلامیه کې دا هم ویل شوي، چې ډېر ژر به دوی هم د طالبانو په څېر په پاکستان کې یو اسلامي نظام راولي:« دا خبره له چا پټه نه ده، چې د مذهب په نوم جوړ شوي هېواد کې د پټو پوځي او استخباراتي ادارو له لوري د مذهبي قوتونو تذلیل او توهین کېږي او خلکو ته داسې ښودل کېږي، چې گواکې مسلمانو ولسونو په علماء کرامو او مذهبي قوتونو باندې اعتماد ونه کړ او خپل مشران یې ونه ټاکل. د همدې جمهوري ډرامې او باطل دیموکراتیک نظام په مټ شیطاني قوتونه ورځ تر بلې په دې بریالي کېږي، چې علماء کرام، صالحان او دینداره او ازاد مسلمان مشران د اسلامي امت له اجتماعي قیادت او لارښود څخه لرې وساتي.» د یادونې وړ ده، د روانې فبروري میاشتې په اتمه په پاکستان کې ټولټاکنې وشوې، چې د عمران خان گوند پکې ډېرې رایې اخیستې دي. امریکا، اروپايي ټولنې، ملگرو ملتونو او نورو له پاکستان څخه غوښتي، چې د رایو شمېرنې بهیر دې سم کړي او له درغلیو دې لاس واخلي.

    مخکینۍ مقالهد پاکستان ټولټاکني، پایلې به يې څه وي؟
    راتلونکي مقاله د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال: موږ د افغانستان په څېر ټولې نړۍ ته امن غواړو

    مربوطه لیکنې

    چين د روسیې له لوري د افغانستان د سرپرست حکومت د رسميت پېژندنې د اقدام هرکلی وکړ

    4 جولای 2025

    بي‌اېل‌اې: د پاکستاني استخباراتو دوه جاسوسان مو ووژل

    3 جولای 2025

    باجوړ کې بمي چاودنې د مرستیال کمېشنر په ګډون ۵ تنه وژلي

    2 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 4 جولای 2025

    غزه کې د فلسطیني ځواکونو په برید کې درې اسرائیلي پوځیان وژل شوي

    چين د روسیې له لوري د افغانستان د سرپرست حکومت د رسميت پېژندنې د اقدام هرکلی وکړ

    4 جولای 2025

    مولوي نور جلال جلالي کابل کې د ترکیې له سفیر سره د روغتیایي همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

    4 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    غزه کې د فلسطیني ځواکونو په برید کې درې اسرائیلي پوځیان وژل شوي

    4 جولای 2025

    چين د روسیې له لوري د افغانستان د سرپرست حکومت د رسميت پېژندنې د اقدام هرکلی وکړ

    4 جولای 2025

    مولوي نور جلال جلالي کابل کې د ترکیې له سفیر سره د روغتیایي همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

    4 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،975 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،912 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،905 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.