Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»ټولګټو وزارت وايي په تېر کال کې د شاوخوا ۱۰۰۰ کیلومتره سړک د بیارغونې تړون لاسلیک شوی دی
    افغانستان

    ټولګټو وزارت وايي په تېر کال کې د شاوخوا ۱۰۰۰ کیلومتره سړک د بیارغونې تړون لاسلیک شوی دی

    عمران آغاعمران آغا12 اگست 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ټولګټو وزارت مسئولینو، نن دوشنبه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د دغه وزارت د یوکلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره، شریک کړ.

    د ټولګټو وزارت مسئولینو په دې خبري کنفرانس کې وویل: په تېر کال کې د شاوخوا ۱۰۰۰ کیلومتره سړک د بیارغونې تړون لاسلیک شوی او اوسمهال د کابل- کندهار لویې لارې د بیارغونې چارې په شدت سره روانې دي. 

    د ټولګټو وزارت مسئولین زیاتوي، د ۶۰۴.۱ کیلومتره سړک ابتدایي، د ۳۲۱.۶۵ کیلومتره سړک توپوګرافي او د ۹۹۷.۴ کیلومتره سړک  مشاهداتي سروې تر سره کول، ۲۷۹.۴۸ کیلومتره سړک د ډیزاین او د ۱۶۰ متره پلونو د ترمیماتي ډیزاین د چارو بشپړېدل او د ۲۴۴.۸  کیلومتره سړک د ډیزاین چارو پیلول، په وروستي یوه کال کې د دغه وزارت له لاسته راوړنو څخه دي.

    د مسئولینو د معلوماتو له مخې، په تېر کال کې د هېواد په کچه، د پراختیایي او زېربنایي پروژو د تطبیق له لارې، څه باندې ۱۵ زره تنو ته، په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.

    دغه راز، د وزارت مسئولینو زیاته کړه، چې د اسلامي امارت په مالي تمویل سره، په اساسي ډول د ۸۰ کیلومتره په اوږدوالي د سالنګ لویې لارې، د ۱۰۸ کیلومتره په اوږدوالي د کندهار- ارزګان لویې لارې، د ۵۰ کیلومتره په اوږدوالي د ترینکوټ- دهراود سړک او د ۸۰ کیلومتره په اوږدوالي د معروف – ارغستان سړک، بیا رغونه د وزارت تر کار لاندې ده.

    د مسئولینو په وینا، د ۳۰ کیلومتره په اوږدوالي د هرات- چشت شریف سړک د دویم لاټ او د ۱۵۱ کیلومتره په اوږدوالي د قیصار- لامان حلقوي سړک د دویم، څلورم او پنځم لاټ بیارغونه، د دغه وزارت په کاري لومړیتوبونو کې ځای لري.

    مسئولینو د خپلو خبرو په دوام وویل، چې په تېر کال کې له پروژو څخه د ساتنې او څارنې په موخه، د ۱۰۹ پروژو له ډلې د ۸۵ پروژو د ساتنې او څارنې چارې پشپړې شوي او ۲۴ نورې پروژې تر کار لاندې دي. د دې ترڅنګ، د ۱۶۹۸ کیلومتره سفالټ سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې هم بشپړې شوي دي.

    دغه راز، د وزارت مسئولینو زیاته کړه، چې د خواف – هرات د څلورمې برخې د اول فاز او د حیرتان – مزار د ریلي او غیر ریلي برخو د اساسي ترمیم پروژې تړون لاسلیک شوي او د خواف – هرات د څلورمې برخې د دویم فاز د چارو پیلول هم د وزارت د کاري لومړیتوبونو په سر کې ځای لري.

    د وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د ۱۵ کیلومتره په اوږدوالي د فرخار – ورسج سړک او د نیمروز ولایت په سرشیلې سیمه کې د ۳۰۰ متره په اوږدوالي د یوه پله د جوړولو چارې بشپړې شوي دي.

    همدارنګه د ۱۰ کیلومتره په اوږدوالي د ګردېز – زرمت د سړک او د ۲۴.۱۵ کیلومتره په اوږدوالي د کابل – لوګر لویې لارې د دویم لین د جوړولو تړون له خصوصي شرکتونو سره لاسلیک او همدا مهال یې د جوړولو چارې دوام لري.

    ياده دې وي چې د ټولګټو وزارت د خپلو تېرو يو کلنو لاسته راوړنو سربېره په پلان کې لري چې د هېواد ټولې لویې لارې په اساسي ډول ورغوي ترڅو په تګ راتګ او ټرانسپورټ کې اسانتيا رامنځته او په اقتصادي وده کې رغنده رول ولوبوي.

    مخکینۍ مقالهپه ټوله نړۍ کې رټل شوی شر او فساد
    راتلونکي مقاله د اروپا تر ټولو ستره اټومي بټۍ ژپروژيا د تخريب له ګواښ سره مخامخ ده

    مربوطه لیکنې

    د اسلامي نړۍ د پیوستون شوری رئیس د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته رسېدلی

    21 جولای 2025

    قطر ته د افغان کارګرو د لېږد هوکړه وشوه

    21 جولای 2025

    تېره اوونۍ د وسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۱۰۰ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

    21 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 21 جولای 2025

    د اسلامي نړۍ د پیوستون شوری رئیس د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته رسېدلی

    ‏د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان (رابطه العالم الاسلامي) رئیس شیخ ډاکتر محمد بن عبدالکریم…

    د ایران په رشت ښار کې چاودنې ۱۷ کسان ټپیان کړي

    21 جولای 2025

    ايران له المان، فرانسې او بریټانیا سره د اټومي پروګرام په اړه د خبرو لپاره چمتووالی ښودلی

    21 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د اسلامي نړۍ د پیوستون شوری رئیس د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته رسېدلی

    21 جولای 2025

    د ایران په رشت ښار کې چاودنې ۱۷ کسان ټپیان کړي

    21 جولای 2025

    ايران له المان، فرانسې او بریټانیا سره د اټومي پروګرام په اړه د خبرو لپاره چمتووالی ښودلی

    21 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،989 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،922 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،930 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.