Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»ټولگټو وزارت: د حیرتان ـ مزار شریف د اوسپنې پټلۍ چارې په چټکۍ روانې دي
    افغانستان

    ټولگټو وزارت: د حیرتان ـ مزار شریف د اوسپنې پټلۍ چارې په چټکۍ روانې دي

    صابر افغانصابر افغان24 جولای 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ټولگټو وزارت وايي، د دغه وزارت چارسمبالي وزیر ملا محمد عیسیٰ ثاني د حیرتان ـ مزار شریف د اوسپنې پټلۍ چارې له نږدې لیدلي دي.

    له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د حیرتان ـ مزارشریف د اوسپنې پټلۍ مسیر له (لومړي، دویم، درېیم، څلورم او پينځم) سټېشنونو او پورټونو او د ياد مسير د ترمیماتي چارې روانې دي.

    په خبرپاڼه کې ویل شوي، د حیرتان ـ مزار شریف د اوسپنې پټلۍ مسوولینو ته لارښوونه شوې، چې ژر تر ژره باید د یادې پروژې ترمیماتي چارې بشپرې کړي، تر څو د سوداگریزو توکو لېږد را لېږد او اوسپنې پټلۍ د مزار شریف تر ښار (څلورم او پينځم) پورټ پورې را ورسېږي.:«د دغه سفر پر مهال د ټولگټو وزیر د بلخ د عوایدو امریت څخه هم لیدنه کړې او مسوولینو ته یې د عوایدو په برخه کې د روڼتیا لارښوونه کړې.»

    د یادونې وړ ده، چې د حیرتان ـ مزار شریف اصلي او فرعي اوسپنیزه کرښه له صفري نقطې څخه تر پينځم پورټ پورې ټولټال ۱۰۶ کیلومتره اوږدوالی لري، چې ازبېکستان د اوسپنې پټلۍ له لارې بلخ سره نښلول کېږي.

    اوس‌مهال د سوداگریزو توکو د لېږد را لېږد د پاکولو او بارولو بهیر یوازې په حیرتان بندر کې کېږي، چې د یادې ترمیماتي پروژې په بشپړېدو سره به د اوسپنې پټلۍ د توکو لېږد د مزار شریف ښار دننه په څلورم او پینځم پورټ هم پیل شي.

    د ټولگټو وزارت د معلوماتو له مخې، هڅه کوي چې د لویو لارو، سړکونو او اوسپنیزې کرښې په ترمیم او بیارغونې سره هېوادوالو او سوداگرو ته گڼې اسانتیاوې برابرې کړي.افغانستان اوس‌مهال له ایران، ازبېکستان او ترکمنستان سره اوسپنیزه کرښه لري او له همدې لارو هره ورځ زرگونه ټنه سوداگریز توکي صادر او واردېږي.

    مخکینۍ مقالهمجاهد: ولسونو ته کاري زمينه برابرول او د دوی اړتيا پوره کول زموږ مسؤليت دی
    راتلونکي مقاله نیپال کې د یوې الوتکې د لوېدو له امله ۱۸ تنو ژوند بایللی

    مربوطه لیکنې

    ننګرهار کې له ۶۰ کلن سپين ږيري سره د يوې اته کلنې انجلۍ د نکاح مخه نيول شوې

    18 فبروري 2026

    امنيتي ځواکونو د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ۴۴ تنه نيولي

    12 فبروري 2026

    د کابل–بګرام سړک د جوړیدو چارې پيل شوې

    12 فبروري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیاسي لیکني 20 فبروري 2026

    تر بندیزونو لاندې افغانستان؛ ګټه یې چا ته رسېږي؟

    د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ناموجه توګه او د واقعیتونو په خلاف، د افغان…

    د مخالفینو ترمنځ د اختلاف څپه د سولې او عدالت تر حرکت رسېدلې

    19 فبروري 2026

    ایا بهر مېشتي سیاستوال د خپلو هېوادوالو دردونه دوا کولای شي؟

    18 فبروري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    تر بندیزونو لاندې افغانستان؛ ګټه یې چا ته رسېږي؟

    20 فبروري 2026

    د مخالفینو ترمنځ د اختلاف څپه د سولې او عدالت تر حرکت رسېدلې

    19 فبروري 2026

    ایا بهر مېشتي سیاستوال د خپلو هېوادوالو دردونه دوا کولای شي؟

    18 فبروري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،106 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،059 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،117 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.