Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»ټولگټو وزارت: د پنجشېر، کونړ او نورستان کې د ورستیو سېلابونو له امله د زیانمن شوو سړکونو د پاکولو چارې یې پیل کړې دي.
    افغانستان

    ټولگټو وزارت: د پنجشېر، کونړ او نورستان کې د ورستیو سېلابونو له امله د زیانمن شوو سړکونو د پاکولو چارې یې پیل کړې دي.

    عمران آغاعمران آغا17 جولای 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ټولگټو وزارت وايي، د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله په پنجشېر، نورستان او کونړ ولایتونو کې ځینې سړکونه او لویې لارې زیانمنې شوې وې، چې اوس یې د پاکولو چارې پیل شوې دي.

    له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرباڼه کې ویل شوي، د یادو ولایتونو لویې د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوي دي.: «د پنجشير، کونړ او نورستان ولايتونو د ټولگټو رياستونو لخوا د ځينو نورو ادارو سره په همکارۍ او همږغۍ د اړوند ماشينرۍ او پرسونل په مټ د وروستيو سېلابونو راوتلو له امله د سړکونو د زيانمن شوو برخو د پاکولو چارې تر سره شوي او دامهال د ترافيکو پرمخ پرانيستل شوي دي.»

    د خبرپاڼې له مخې، د پنجشېر په شتل او عنابه ولسوالیو په ځینو برخو کې د ورستیو تېزو ورښتونو له امله سېلابونه راوتلي وو، چې د يادو ولسواليو په ځينو نښلونکو مسيرونو کې رسوبي مواد د سړکونو سطحې ته راپورته شوي او د موټرونو تگ-راتگ يې د ستونزو سره مخ کړی وو.

    همدارنگه د کونړ اړوند د کونړ ـ نورستان عمومي سړک د قمچې په سیمه کې د تېز ورښت او سېلاب له امله تخریب شوی و، چې د ترافیکو پرمخ یې عمومي لاره بندې کړې وه.: «دغه راز د نورستان اړوند د واما ولسوالۍ د کلیگل سيمې په پينځو برخو کې هم سړک د وروستيو ورښتونو او سېلابونو له امله په بشپړ ډول تخریب شوی، چې عمومي لاره د ترافیکو پر مخ تړل شوې او د پاکولو چارې يې په چټکۍ سره روانې دي.»

    په خبرپاڼه کې ویل شوي، د ترانسپورت وزارت هڅه کوي چې د خپل تخنیکي او مسلکي پرسونل په مټ د هېواد د لویو لارو او سړکونو په ترمیم، رغونه او بیارغونې سره خلکو ته ترانسپورتي اسانتیاوې برابرې کړي.

    مخکینۍ مقالهله افغان کډوالو سره د چین د بشري مرستو لومړۍ جوپه کابل ته رارسېدلې.
    راتلونکي مقاله پروژه يوه خو نومونه يې جدا.

    مربوطه لیکنې

    دفاعي ځواکونو ننګرهار کې لسګونه راستنو شویو کورنیو ته مرستې ووېشلې

    14 مارچ 2026

    افغان ځواکونو د پاکستاني رژيم پوځیانو يوه پوسته فتحه ۱۴ عسکر هلاک او ۱۱ نور ټپيان کړي

    14 مارچ 2026

    د جمعيت علماء اسلام پاکستان ګوند مشر، مولانا فضل الرحمن: پاکستان، افغانستان سره د جګړې له امله له جدي ننګونو سره مخ دی

    14 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 14 مارچ 2026

    د ایران بهرنیو چارو وزیر: امریکا نړۍ ته د روسیې د تېلو پېرلو لپاره زارۍ کوي

    د ایران بهرنیو چارو وزیر عراقچي ویلي، له ایران سره د جګړې له پیل دوه…

    دفاعي ځواکونو ننګرهار کې لسګونه راستنو شویو کورنیو ته مرستې ووېشلې

    14 مارچ 2026

    لومړی تعقیب: د بلوچستان خاران ولسوالۍ کې ۲۴ پاکستاني عسکر هلاک شوي

    14 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ایران بهرنیو چارو وزیر: امریکا نړۍ ته د روسیې د تېلو پېرلو لپاره زارۍ کوي

    14 مارچ 2026

    دفاعي ځواکونو ننګرهار کې لسګونه راستنو شویو کورنیو ته مرستې ووېشلې

    14 مارچ 2026

    لومړی تعقیب: د بلوچستان خاران ولسوالۍ کې ۲۴ پاکستاني عسکر هلاک شوي

    14 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،120 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،071 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،142 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.