Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تبصرې»پاکستان؛ د بې‌ باورۍ په حصار کې د بې‌ واکه کوربه توب نندارچي
    تبصرې

    پاکستان؛ د بې‌ باورۍ په حصار کې د بې‌ واکه کوربه توب نندارچي

    عمران آغاعمران آغا10 اپریل 2026څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    اسلام‌ آباد به ډېر ژر د نړۍ د دوو سختو سیالانو، امریکا او ایران ترمنځ د مهمو مذاکراتو کوربه وي، خو دا کوربه توب د یوې تاریخي بې ‌باورۍ په سیوري کې ترسره کېږي. که څه هم د پاکستان حکومت هڅه کوي دا ناسته خپله لویه ډیپلوماټیکه بریا وښيي، خو میداني حقایق برعکس کیسه بیانوي. د امریکايي او ایراني پلاوو ترمنځ د لیدنې لپاره د اسلام‌ آباد انتخاب د دې هېواد د ثبات له امله نه، بلکې یوازې د یوې «خالي او بې څوکه جغرافیې» په توګه شوی، چیرته چې دواړه لوري د کوربه پر امنیتي او استخباراتي وړتیاوو د باور پر ځای، پر خپلو راوړل شویو امنیتي ټیمونو او وسایلو تکیه کوي.

    د امریکا له خوا د دغو مذاکراتو لپاره نیول شوي بې ساري تدابیر د پاکستان پر امنیتي بنسټونو د واشنګټن د ژورې بې‌ باورۍ څرګند ثبوت دی. امریکا د خپلو ډیپلوماټانو د خوندیتوب لپاره نه یوازې دا چې پر ځايي امنیتي بنسټونو تکیه نه ده کړې، بلکې خپل ځانګړي زغره وال موټر، پرمختللي امبولانسونه او حتی د برېښنایي حملو ضد وسایل یې د لویو لوژستیکي الوتکو په واسطه له واشنګټن څخه نېغ په نېغه اسلام‌ آباد ته لېږدولي دي. دا چې امریکایي امنیتي ټیمونه د مذاکراتو د ځای او لارو بشپړ کنټرول په لاس کې اخلي، دا پیغام رسوي چې واشنګټن د پاکستان په امنیتي صفونو کې د نفوذ او د حساسو معلوماتو د لیک/افشا کېدو له ویرې سره مخ دی او خپل کوربه ته د یوه ساتونکي او ضامن په سترګه نه ګوري.

    د اسلام‌ آباد مشهور سرینا هوټل اوس د یوه پوځي کمپ بڼه غوره کړې، چیرته چې د پاکستاني وګړو او حتی عادي امنیتي منسوبینو ورننوتل ممنوع دي. د هوټل بشپړ تخليه کول او له سیمې څخه د اسلام‌ آباد د پولیسو او عامو پوځیانو ایستل دا ښيي چې نړیوال قدرتونه غواړي د مذاکراتو مېز ته په څو سوه مترۍ کې یوازې هغه څوک شتون ولري چې وفاداري یې دوی ته ثابته شوې وي. دا بې سارې امنیتي فضا چې د پاکستاني ځواکونو رول پکې یوازې له لیرې واټن څخه تر نندارې او ترافیکي کنټرول پورې محدود شوی، د اسلام‌ آباد حاکمیت تر جدي پوښتنې لاندې راوستی او دا یې ښودلې چې په دغه حساسه معامله کې پاکستان یوازې یو اجاره دار دی.

    بل خوا د ایران لوړپوړی وفد هم د پاکستان پوځي رژیم ته د شک په سترګه ګوري او خپل حضور یې یوازې د چین د سیاسي ضمانت او د پاکستان د پوځ د مشر له مستقیمې ژمنې سره تړلی دی. محمد باقر قالیباف او د هغه ملګری ټیم د دې پر ځای چې په سرینا هوټل کې استوګنه غوره کړي، د خپل سفارت په ډیپلوماټیک حصار کې پاتې کېدل غوره بولي ترڅو د کوربه هېواد له احتمالي استخباراتي لومو او جاسوسۍ څخه خوندي وي. ایرانیانو هم د امریکایانو په څېر خپل ځانګړي ساتونکي او تخنیکي متخصصین راوستلي ترڅو د کوربه له خوا د هر ډول معلوماتو د غلا مخه ونیسي؛ دا په دې معنی ده چې تهران هم اسلام‌ آباد د یو داسې لوبغاړي په توګه پېژني چې ممکن د خپلو ګټو لپاره د مذاکراتو پټ جزئیات له ځینو هېوادونو سره معامله کړي.

    تخنیکي جګړه د اسلام‌ آباد په فضا کې د بې ‌باورۍ مهم اړخ دی، چیرته چې دواړو غاړو د خپلو خپلواکو جیمینګ تخنیکي سیستمونو په لګولو سره په سیمه کې ټولې مخابراتي فریکونسۍ نږدې له فلج سره مخ کړې دي. دا چې امریکا او ایران د پاکستان پر ټکنالوژۍ او فضا باور نه لري او خپل برېښنایي دفاعي ډالونه کاروي، د دې ښکارندویي کوي چې کوربه ته د خپلې خاورې د فریکونسیو د کنټرول اجازه هم نه ورکول کېږي. په داسې یو چاپیریال کې چې مېلمانه د کوربه خوړو، انټرنیټ او امنیت ته د شک په سترګه ګوري، د اعتماد معنی یوازې یو ډیپلوماټیک دروغ دي او بس!

    د روان کال دغه تاریخي ناسته د پاکستان لپاره تریخ حقیقت له ځانه سره لري؛ د یوه داسې جغرافیوي پېټي په توګه پاتې کېدل چې خاوره یې د نړۍ د لویو لوبو لپاره کارول کېږي، خو په خپله د لوبې په میز کې د یوه «باوري شریک» په توګه لا هم نه منل کېږي. دا چې امریکا او ایران دواړه خپل امنیت، لوژستیک او مخابرات پخپله مدیریت کوي، دا په ډاګه کوي چې پاکستان په نړیواله کچه د یوه بې باوره منځګړي په توګه پېژندل شوی چې یوازې د خاورې په اختیار ورکولو سره غواړي خپل مات شوی اقتصاد او اعتبار وژغوري. دا مذاکرات ممکن په سیمه کې اوربند یا هم د جګړې بله څپه راولي، خو د اسلام‌ آباد لپاره به یې درس دا وي چې ډیپلوماټیکه بریا یوازې د دوو لورو په کېنولو نه، بلکې د یوه رښتیني نړیوال باور په ترلاسه کولو کې ده.

    مخکینۍ مقالهپاکستاني پولیسو کراچۍ کې د ښځو په ګډون نهه بلوڅان نیولي او ورک کړي یې دي
    راتلونکي مقاله د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ: د خپلې مېرمنې ملانیا ټرمپ د هغو ناڅاپي څرګندونو له امله حیران شوی چې د جیفري اپسټین په اړه یې کړې دي

    مربوطه لیکنې

    محمد محقق؛ د پاکستاني ګټو سپین سترګی مبلغ

    9 اپریل 2026

    خوارزمي: د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې ټوله خاوره د دفاعي ځواکونو تر کنټرول لاندې ده

    26 مارچ 2026

    د هند بهرنیو چارو وزیر، جي شنکر: امریکا له لسیزو راهیسې له پاکستان څخه د وسیلې په توګه کار اخلي

    26 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 10 اپریل 2026

    د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ: د خپلې مېرمنې ملانیا ټرمپ د هغو ناڅاپي څرګندونو له امله حیران شوی چې د جیفري اپسټین په اړه یې کړې دي

    د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې دی د خپلې مېرمنې ملانیا ټرمپ د هغو…

    پاکستان؛ د بې‌ باورۍ په حصار کې د بې‌ واکه کوربه توب نندارچي

    10 اپریل 2026

    پاکستاني پولیسو کراچۍ کې د ښځو په ګډون نهه بلوڅان نیولي او ورک کړي یې دي

    10 اپریل 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ: د خپلې مېرمنې ملانیا ټرمپ د هغو ناڅاپي څرګندونو له امله حیران شوی چې د جیفري اپسټین په اړه یې کړې دي

    10 اپریل 2026

    پاکستان؛ د بې‌ باورۍ په حصار کې د بې‌ واکه کوربه توب نندارچي

    10 اپریل 2026

    پاکستاني پولیسو کراچۍ کې د ښځو په ګډون نهه بلوڅان نیولي او ورک کړي یې دي

    10 اپریل 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،141 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،089 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،171 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.