پاکستان له لسیزو را په دېخوا د افغان ملت او خاورې د پرځولو مسؤلیت پر خپله غاړه اخېستی، خو تېر څو کلونه د ډانګ او پړانګ له کېسې سره لاس او ګرېوان دی او له روان بد وضعیته د وتو لار ترې ورکه ده.
پاکستان په قرضونو کې تر سر پورې ډوب دی، خو د خلاصون لاره چاره یې هیڅ نشته، هره ورځ پکې لسګونه بریدونه کېږي، چې له امله یې لږ برخه ولس په وېره اخته دی او نور یې پرځېدلو ته شېبې شماري، ځکه له چا یې پلرونه ترې تم کړي، له چا یې وروڼه او حتی له ځینو یې خویندې او مېندې ترې تم کړې دي.
په حیرانۍ کې ولاړ پاکستان؛ ولس ته د ځان ثابتولو لپاره وخت نا وخت پر افغانستان د بریدونو ګواښونه کوي، چې څه موده وړاندې یې د پکتیکا په برمل کې واړه ماشومان، ښځې او مهاجرین هم شهیدان کړل. افغان ځواکونو یې په مقابل کې نه یواځې دا چې قرارګاوې ور وسوځولې، بلکې هلته مېشتې هغه فتنه ګري ډلې یې هم د امکان تر حده وځپلې، چې پاکستان د افغانستان د نا امنه کولو لپاره روزنه ورکوي.
له هغه وروسته تازه خبره دې ته ورسېده، چې خپل کشمیر خرڅ کړي او له بلوچستان څخه ډلې – ډلې پوځیان په تېښته بریالي شي. دوی په همدې پوځیانو د افغانستان د واخان د نېولو اوازې خپرې کړې، خو د خلکو له تمسخر سره مخ شوې؛ له دې ناکامۍ وروسته یې پر کنفرانس غور وکړ، په دغه کنفرانس کې له نړۍ څخه هغه خلک ګډونوال شول، چې دین ته یې التزامات بیخې پر نشت حساب دي.
په یاد کنفراس کې ورسره محمد العیسی د “توحید الادیان” سرلاری؛ مېلمه و، چې په څرګند ډول وايي، مسلمانان، یهودان، نصرانیان او بودایان یو برابر دي؛ نوموړی د غزې د مظلومو ماشومانو او ښځو وژل هم روا ګڼي. پاکستان هم د همدې لپاره کافي منډې – ترړې وکړې چې نوموړی مېلمه کړي، تر څو تبلیغاتي پروژه یې په ښه بڼه پر مخ یوسي. ورسره په خوا کې یې د پوځ درباري علماء هم د لوڅ مخو ښځو په منځ کې کېنول او د هغو پتمنو خویندو د تعلیم کاذبې قصیدې یې وویلې، چې همدې پاکستان یې جبراً د را ایستلو پریکړه کړې ده.
د کنفرانس پر جریان کې دوی ته نه افغان خویندې ور یادې شوې او نه یې تعلیم؛ بلکې کله چې سټېج ته پورته شول، نیمه لوڅو ښځو ته یې وویل: “طالبان ګناه کبیره کوي”. دوی ته بې حجابي او نیمه لوڅ ګرځېدل د الله تعالی امر نه ښکاري او نه یې هم دا جرأت وکړ، چې دغه تبلیغاتي دسیسه چلینج کړي او په واقعي معنی د اسلام له ټولو اړخونو دفاع وکړي.
په دې هم ونه شرمېدل؛ ورپسې یې د “آی ایس آی” روباټه سټېج ته پورته کړه او پر یوه پاکه ټولنه یې تور پورې کړ چې “افغان نظام ښځو ته په بده سترګه ګوري”. په داسې حال کې چې ښځو ته تر بل هر ځای په پاکستان کې په بد نظر کتل کېږي، اسلامي او انساني حقوق یې ور پایمال کړي او تر دې چې د پېر او پلور اډې یې ورته جوړې کړې دي؛ خو افغانان بیا پر خپلو خویندو سرونه قربانوي او ټولو حقونو ته یې ژمن دي.
که د ښځو د حقونو مسئله مطرح کېږي او پاکستان ته د ښځو حقونه مهم وي؛ نو دا د ځان پر نه پېژندنه او په ناسمه توګه د نورو پر ملامتولو دلالت کوي، ځکه پاکستان باید بهرنیانو ته مسلمانه خور عافیه صدیقي نه وای سپارلې، بلکې د هغې له مشروع حقونو به یې دفاع کړې وای او ساتنه به یې ترې کولای.
همدا راز پاکستان که په واقعي معنی قوي او خپلواک هېواد وي، له ایران سره د ګاز د پایپ لاین امضاء شوی تړون دې د امریکا له ډاره تطبیق کړي. پاکستاني پوځ ته دې خپل ولس مشوره ورکړي، چې په دومره بې واکۍ او زبون حالۍ کې دې د هغه افغانانو احساسات نه پاروي، چې په خپله خاوره کې یې درې امپراتورۍ ماتې کړې او هر زبرځواک یې زاریو ته مجبور کړی ده.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.