شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د پاکستان «د نېشن» ورځپاڼې د راپور له مخې، د ۲۰۲۴ کال له جولای څخه د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ میاشتې پورې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۶۶ سلنه کمه شوې ده. د سرچينې په وينا، د سوداګرۍ په کچه کې دغه کمښت ۱ میلیارد او ۴۸۹ میلیونه ډالره ده، چې د پاکستان اقتصاد ته یې لوی زیان اړولی دی. د يادې سرچينې په راپور کې راغلي، دا د اسلام اباد د سخت ګیرانه پالیسیو پایله ده، چې د ټرانزیټ حجم یې اغېزمن کړی دی.ياده دې وي چې، په وروستيو څلور کلونو کې سرپرست حکومت د پاکستان پر ځای منځنۍ اسیا او نورو هېوادونو سره پر سوداګرۍ او اقتصادي اړيکو جوړولو تمرکز ډېر کړی او د همدې په پايله کې افغانستان په سوداګريزه برخه کې د پاکستان له محتاجۍ په بشپړ ډول د خلاصون په لور روان دی.
پخوانی پاکستانی پوځي افسر، عادل راجا: پاکستاني رژیم افغانستان ته د استول شویو وسلو پر نیول کېدو، د شرم پر ځای پر معصومو افغانانو هوایي بریدونه وکړل22 فبروري 2026
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن: دلته بادشاهي او ديکتاتوري نظام واکمن دی، ټولې پرېکړې يواځې يو کس کوي او هېڅ روښانه پاليسي نه لرو12 فبروري 2026