وروستي څو کلونه د پاکستاني رژيم د تاريخ تر ټولو بد کلونه دي، تر بل هر وخت زیات د انګرېزي استعمار په توسط د دغه جوړې شوې پروژې د اختتام وخت نږدې شوی، په دې وروستیو کې په کور دننه، سیمه ییزه او حتی نړۍواله کچه د انزوا حالت ته تللی او هېواد یې د يو سوال غوښتونکي په توګه پیژندل کېږي.
پاکستان په کور دننه له سیاسي بې ثباتۍ، بد اقتصادي حالت، په نظامي ډګر کې پرله پسې ناکامیو او کاواکه حالت سره مخ دی؛ د پاکستاني طالبانو په شمول، د بلوڅ بېلتون پالو او نورو ډلو د سختو بریدونو له امله پاکستاني رژیم په نظامي ډګر کې ماتې خوړلې، د خپلې دغه ماتې پټولو او دا چې خپلې واورې د نورو پر بام ور واچوي، د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې پر بې وسه وزیرستاني وګړو بمبارد کوي، تر څو د خپل ولس پام بل خوا ته واړوي او خپله ناکامي پټه کړي.
د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې په وروستيو مياشتو کې پرله پسې په شمالي او جنوبي وزيرستان کې پر داسې اهدافو بريدونو ترسره کوي چې ټول ملکي وګړي دي، خو د دوی اړوند تبلیغاتي ادرسونه او رسنۍ بیا داسې تبلیغوي چې ګواکي د پاکستاني حکومت وسلوال مخالفین یې په نښه کړي.
د دغه لړۍ په دوام یې تېره شپه هم، د ټولو نړۍوالو نورمونو په خلاف، پر عامو وګړو بریدونه کړي او بې ګناه وزیرستاني وګړي یې شهیدان کړي، ترڅو د پاکستاني رسنیو او ادرسونو د تبلیغاتو رسوخ بدل شي او عامه اذهان تېر باسي.
په دې وحشيانه بمباریو کې د ماشومانو، ميرمنو او نورو بې ګناه وګړو په شمول شاوخوا سل تنه په شهادت رسېدلي، خو د پاکستان استخباراتي سازمان بیا هڅه کوي چې دې بریدونو ته يو بل پوښښ ورکړي او د ولس تر څنګ نړۍوالو ته وښيي چې د پاکستان پر مخالفو وسلوالو ډلو یې بریدونه کړي، په داسې حال کې چې واقعیت بل څه دی.
پاکستانی رژیم له خپلو تېرو مظالمو هیڅ درس او عبرت نه اخلي؛ هغه ظلمونه چې دغه رژیم وړاندې ترسره کول، سمدلاسه یې په وړاندې د همدې ولس له منځه ډلې وټوکېدې، لکه پاکستاني طالبان، بلوڅ بېلتون پال او نور، چې برحال پاکستان د امنیت له اړخه ننګوي.
پر وزیرستاني وګړو بریدونه به هم د دغه رژیم لپاره هیڅ مثبته پایله ونه لري، بلکې دغه رژیم به لا ډیر وننګوي او په وړاندې به یې مخالفتونه لا ډير شي. د پوځ اوسنۍ غلطې پریکړې به دغه هېواد لا د بحرانونو ډنډ ته یوسي او د له منځه تللو له خطر سره به یې مخ کړي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.