د پاکستاني طالبانو غورځنګ خبر ورکړی چې، ځواکونو یې نن ماسپښین د ملاکنډ ولایت باجوړ ایجنسۍ د واړه ماموند اړوند پر «ډمهډولې» چک پوسټ د درازکوف او نورو وسلو په مټ برید کړی، چې په ترڅ کې یې دوه عسکر وژل شوي او د یاد چک پوست اړوند یوه امنیتي کمره هم ویجاړه شوې ده.