Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»سیمه»پاکستاني طالبانو تېره مياشت په ۳۶۰ بريدونو کې د پاکستان د امنيتي ادارو ۴۱۵ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې
    سیمه

    پاکستاني طالبانو تېره مياشت په ۳۶۰ بريدونو کې د پاکستان د امنيتي ادارو ۴۱۵ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    عمران آغاعمران آغا1 اگست 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp
    د پاکستاني طالبانو غورځنګ اړوند عمر ميډيا د خپل مياشتني راپور په خپرولو سره ویلي، چې ځواکونو یې د روان میلادي کال په تېره جولای میاشت کې د خیبر پښتونخوا او پاکستان په بېلابېلو سیمو کې ۳۶۰ بریدونه ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د پاکستان د بېلابېلو امنيتي ادارو ۴۱۵ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

    د خپرو کړيو معلوماتو له مخې، په دغو بریدونو کې د پاکستان د بېلابېلو امنیتي ادارو ۱۳۹ تنه وژل شوي، ۲۷۶ ټپيان او ۱۳ تنه نور ژوندي نیول شوي، چې پکې پوځیان، پولیس، ملېشې او ځایي اربکیان شامل دي.

    سرچينې همدا راز ويلي، چې په دې موده کې تر ټولو ډېر ۸۹ بريدونه په جنوبي وزيرستان، ۵۱ خيبر، ۴۹ چترال، ۴۱ شمالي وزيرستان، ۳۶ بنو، ۲۴ په باجوړ او همداسې لسګونه نور په بېلابېلو ولايتونو کې ترسره شوي دي.

    د پاکستاني طالبانو غورځنګ ویلي، چې په بريدونو کې یې تر ټولو ډېر ۱۳۹ درازکوف يا لیزري، ۱۳۳ چریکي، ۳۲ کمینونه، ۱۵ هدفي، ۱۴ د لاسي بمونو، ۸ توغنديز، ۷ تعرضي او ۱۹ ځوابي بریدونه شامل دي.

    په خپرو شويو معلوماتو کې راغلي چې پاکستاني طالبانو د دې يوې مياشت عملیاتو په ترڅ کې د پاکستاني ځواکونو ۵۱ څارونکې کېمرې، ۲۴ عرادې پوځي وسایط، ۵ عدده ډرون کېمرې، ۱۰ بابه نظامي ودانۍ، ۱ عراده پوځي ټانګ، د لمریزې برېښنا او اوبو شبکې تخریب کړې دي.

    پاکستاني طالبانو همدا راز په دې بريدونو کې ۷ کلاشنکوفونه، ۱ ميل پيکا، ۲ ميله اېل‌ اېم‌ جي‌ ټوپکونه، ۱ ميل راکټ له مرميو سره، ۲ عدده ډرون الوتکې، يو عراده موټرسايکل او ګڼ شمېر نور مهمات هم ترلاسه کړي دي.

    مخکینۍ مقالهد پاکستان د جمعيت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمن: دا ډېره د شرم خبره ده، چې موږ د خپلو تېلو په تړون او هند سره په اوربند د ټرمپ له خولې خبرېږو
    راتلونکي مقاله بلومبرگ: هند د امریکا F-35 جنګي الوتکو اخیستو ته لیوالتیا نه‌لري

    مربوطه لیکنې

    ايراني استخباراتو له پاکستانه ایران ته داخلېدونکې وسله واله ډله نیولې

    13 جنوري 2026

    پخوانی پاکستاني جګړن عادل راجه: پاکستان په ايران کې د حکومت د بدلون ملاتړ کوي او د اسرائيلو له محور سره يوځای شوی

    12 جنوري 2026

    د ایران د قضائیه قوې مشر غلام حسین محسني ايراني لاريون کوونکو ته: دا ځل توپير لري، هېڅ ډول نرمي او بښنه به درته ونه شي

    9 جنوري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 13 جنوري 2026

    ترکيه جوزجان کې د ۲۰۰ ميليونه ډالرو په ارزښت د سمنټو د تولید فابریکه جوړوي

    کابل کې د ترکیې سفارت وايي، چې د ياد سفارت سرکنسل مراد دیکمن د بلخ…

    افغان او قطري چارواکو پر دوه اړخیزو اړیکو او روانو سیاسي تحولاتو خبرې کړي

    13 جنوري 2026

    سوډان کې د غوڅ ملاتړ ملېشو پر اکمالاتي کاروان هوايي بريد شوی

    13 جنوري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ترکيه جوزجان کې د ۲۰۰ ميليونه ډالرو په ارزښت د سمنټو د تولید فابریکه جوړوي

    13 جنوري 2026

    افغان او قطري چارواکو پر دوه اړخیزو اړیکو او روانو سیاسي تحولاتو خبرې کړي

    13 جنوري 2026

    سوډان کې د غوڅ ملاتړ ملېشو پر اکمالاتي کاروان هوايي بريد شوی

    13 جنوري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،102 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،051 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،111 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.