
د هندوکش غږ سرچينې وايي، چې پاکستاني طالبانو تېر ماښام، د خیبر پښتونخوا د سوات ولسوالۍ د کبل تحصيل په کالا کلي کې په يو هدفي برید کې د امن کمېټې (اربکیانو) ځايي مشر جعفر خان وژلی دی.
سرچينې زياته کړې، چې نوموړي د یو شمېر پاکستاني طالبانو په ترور کې لاس درلود او ترڅنګ یې پوځ سره په سیمه کې د پاکستاني طالبانو د کورونو په نړولو کې هم همکاري او ملتیا کوله، چې له همدې امله د ډېرې مودې راهیسې د طالبانو تر تعقيب لاندې و.