
د هندوکش غږ ځايي سرچينې وايي پاکستاني طالبانو د جنوبي وزیرستان په «بدر دره» سيمه کې د پوځ یوه کاروان ته کمین ورکړی، چې په ترڅ کې یې ۱۲ پوځيان وژل شوي او ۴نور بيا سخت ټپیان دي.
د پاکستاني طالبانو غورځنګ د ياد برید مسؤلیت منلی او زياتوي، چې جنګياليو یې ګڼ شمېر وسلې هم نیولې دي.
د معلوماتو له مخې دا په جنوبي وزیرستان کې د ۲۰۲۴ کال له ډسمبر راپه دېخوا تر ټولو خونړی برید دی.
هغه مهال بيا په همدې جنوبي وزيرستان کې پاکستاني طالبانو په يوه بريد کې ۱۶ پوځيان وژلي وو.