
ځایي سرچینو هندوکشغږ ته ویلي، چې پاکستاني طالبانو د خیبر پښتونخوا ټانک ولسوالۍ بازار ته څېرمه په خاص ټانک سیمه کې د پاکستاني رژیم د ځانګړو ځواکونو پر کاروان برید کړی.
سرچینه زیاتوي، چې په دغه برید کې ۲۰ پاکستاني ځانګړي ځواکونه (SIF) هلاک او ټپیان شوي دي.
د پاکستان پوځي رژیم چې په دې وروستیو کې د پاکستاني طالبانو تر سخت پوځي فشار لاندې دی، په دې اړه یې څه نهدي ویلي.
د یادونې ده، چې پاکستاني طالبانو تېره ورځ په څه باندې ۲۰ نورو بریدونو کې هم د یاد رژیم د پولیسو، ملېشو او جاسوسانو په شمول ۱۶ تنه په هلاکت رسولي دي.

