شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د هندوکش غږ سرچينې وايي، چې پاکستاني طالبانو د خيبر پښتونخوا د دېره اسماعيل خان ولسوالۍ د هتالې سيمې د پوليسو د پوستې اړوند په يوه زغروال موټر د ځمکني ماین په مټ چادونه ترسره کړې ده.سرچينې زياتوي، چې د دې چاودنې په ترڅ کې يې د پوليسو د يوه مشر سيف الرحمن په ګډون په موټر کې سپاره ټول نهه تنه هلاک او ټپيان شوي دي.ياده دې وي، چې پاکستاني طالبان نږدې هره ورځ په پښتونخوا او ځينو نورو سيمو کې پاکستاني رژيم ته درنه مرګژوبله اړوي.
پخوانی پاکستانی پوځي افسر، عادل راجا: پاکستاني رژیم افغانستان ته د استول شویو وسلو پر نیول کېدو، د شرم پر ځای پر معصومو افغانانو هوایي بریدونه وکړل22 فبروري 2026
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن: دلته بادشاهي او ديکتاتوري نظام واکمن دی، ټولې پرېکړې يواځې يو کس کوي او هېڅ روښانه پاليسي نه لرو12 فبروري 2026