شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د پاکستان د طالبانو غورځنګ په يوه خبرپاڼه کې وايي، چې د شمالي وزيرستان ولایت په ګړیوم ولسوالۍ کې د طالبانو او پوځ ترمنځ پرونۍ پېښه شوې جګړه د دوی په بريا پای ته رسېدلې ده. د خبرپاڼې پر بنسټ په یاده جګړه کې شپږ پاکستاني پوځیان ووژل شول، همداراز د دیوانه او ترابي په نوم د پاکستاني طالبانو دوه غړو هم په دغه جګړه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او نور ځواکونه یې په بشپړ ډول خوندي پاتې شوي دي.
پخوانی امريکايي ډيپلوماټ زلمی خلیزاد: د بلوچستان په اړه د پاکستان حکومت تګلاره ناکامه ده او پروني همغږي پراخ بریدونه ښيي چې وضعیت تر کنټرول وتلی1 فبروري 2026
د پاکستان پخوانی پوځي افسر، عادل راجا: بشیر زيب په بلوچستان کې ناست دی او پاکستانی رژيم د افغانستان په ملامتولو د خلکو په سترګو کې خاورې شيندي31 جنوري 2026