د پاکستان د طالبانو غورځنګ اړوند عمر ميډيا د ياد غورځنګ د وياند محمد خراساني له قوله په يوه اعلاميه کې د پاکستان حکومت سره ټولو امنيتي کارکوونکو ته اخطار او خبرداری ورکړی چې ژر تر ژره خپلې دندې پرېږدي، کنه د دندې پر مهال او عادي حالتونو کې به د دوی هدف وګرځي.
په ياده اعلاميه کې د پاکستان د طالبانو غورځنګ وياند محمد خراساني زياته کړې: د غلام پوځ او ټولو دولتي امنیتي اورګانونو منسوبینو ته خبر ورکول کېږي چې په دوو میاشتو کې دې د ځان لپاره بله حلاله وظیفه/کار پیدا کړي، که داسې ونکړي نو د وظیفې د مهال نه غیر او د رخصتۍ پرمهال به هم زموږ په نظامي اهدافو کې شامل شي.
اعلاميه کې همدا راز راغلي چې پوځ دې د پاکستاني طالبانو د غړو پر خپلوانو ظلم نه کوي، کنه دوی به په ورته عمل لاس پورې کړي او بيا به یې مسؤل پاکستاني پوځ وي.
د يادونې وړ ده چې وروستۍ څو مياشتې د پاکستان حکومت د پاکستاني طالبانو له غورځنګ سره په جګړه کې تر ټولو کمزوري حالت ته راغلی، او په ورځني ډول یې لسګونه پوځيان مړه، او ټپيان کېږي.