Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»سیمه»پاکستاني طالبانو له ۲۰۱۳ کال راوروسته تېره مياشت تر ټولو ډېر بريدونه ترسره کړي
    سیمه

    پاکستاني طالبانو له ۲۰۱۳ کال راوروسته تېره مياشت تر ټولو ډېر بريدونه ترسره کړي

    صابر افغانصابر افغان1 جون 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د پاکستاني طالبانو غورځنګ اړوند عمر ميډيا د خپل مياشتني راپور په خپرولو سره ویلي، چې ځواکونو یې له ۲۰۱۳ کال وروسته د روان میلادي کال په «مې» میاشت کې د خیبر پښتونخوا او پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د پاکستان حکومت پر امنيتي ادارو او کارکوونکو تر ټولو ډېر ۳۱۵ بریدونه کړي، چې په ترڅ کې یې ۳۵۵ کسان وژل شوي او ټپيان دي.

    د خپرو کړيو معلوماتو له مخې، په دغو بریدونو کې د پاکستان د بېلابېلو امنیتي ادارو ۱۵۵ تنه وژل شوي، ۲۰۰ تنه ټپيان او ۱۱ تنه نور ژوندي نیول شوي، چې پکې پوځیان، پولیس، ملېشې او ځایي اربکیان شامل دي.

    سرچينې همدا راز ويلي، چې په دې موده کې تر ټولو ډېر ۷۶ بريدونه په شمالي وزيرستان، ۶۴ په جنوبي وزیرستان، ۴۳ په خيبر، ۲۹ په دېره اسماعيل خان، ۲۲ په بنو، ۲۰ په ټانک او همداسې لسګونه نور په بېلابېلو ولايتونو کې ترسره شوي دي.

    د پاکستاني طالبانو غورځنګ ویلي، چې په بريدونو کې یې تر ټولو ډېر ۱۲۶ درازکوف يا لیزري، ۱۰۴ چریکي، ۳۵ کمینونه او ۱۹ ځوابي بریدونه شامل دي.

    په خپرو شويو معلوماتو کې راغلي چې پاکستاني طالبانو د دې يوې مياشت عملیاتو په ترڅ کې د پاکستاني ځواکونو ۶۳ څارونکې کېمرې، ۴۲ عرادې پوځي وسایط، ۸ عدده ډرون کیمرې، ۶ نظامي ودانۍ، ۳ عرادې زغروال موټر، يو ټانګ، د لمریزې برېښنا او اوبو شبکې تخریب کړي دي.

    پاکستاني طالبانو همدا راز په دې بريدونو کې ۱۵ ميله بېلابېل ټوپکونه، درې حرارتي ترمل او درې شپني دوربينونه، يو ميل M4 ټوپک، يوه قبضه راکټ لانچر، يوه ډرون کېمره، يو عراده موټر، موټرسايکل او ګڼ شمېر نور مهمات هم ترلاسه کړي دي.

    مخکینۍ مقالهنایجریا کې د سختو سېلابونو له امله ۱۵۱ کسان وژل شوي
    راتلونکي مقاله بلوڅ بېلتون‌پالو په دوه جلا بریدونو کې پنځه پاکستاني پوځیان او استخباراتي کارکوونکي وژلي

    مربوطه لیکنې

    د خیبر پښتونخوا بر قمبرخېلو کې جګړه شوې او بنو کې څلور پولیس تښتول شوي

    20 مارچ 2026

    بلوچستان کې وسله‌وال برید؛ اته پاکستاني عسکر هلاک او ټپیان شوي

    20 مارچ 2026

    د سپاه پاسداران ویاند علي محمد نائیني ووژل شو

    20 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 21 مارچ 2026

    له ایران سره روانه جګړه کې تر ۴زره ډېر صهیونیستان ټپیان شوي

    الجزیرې خبري شبکې د صهیونیستي رژیم روغتیا وزارت له قوله ویلي، چې د ایران پر…

    د ایران د پخواني مذهبي مشر سلاکار، علي اکبر ولایتي: د ایران جګړې له پای‌ته رسېدو وروسته به نړۍ په څو قطبونو ووېشل شي

    21 مارچ 2026

    ټرمپ د ۳۰ ورځو لپاره د ایران پر نفتو بندیزونه لرې کړي

    21 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    له ایران سره روانه جګړه کې تر ۴زره ډېر صهیونیستان ټپیان شوي

    21 مارچ 2026

    د ایران د پخواني مذهبي مشر سلاکار، علي اکبر ولایتي: د ایران جګړې له پای‌ته رسېدو وروسته به نړۍ په څو قطبونو ووېشل شي

    21 مارچ 2026

    ټرمپ د ۳۰ ورځو لپاره د ایران پر نفتو بندیزونه لرې کړي

    21 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،125 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،074 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،148 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.