Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»سیمه»پاکستاني طالبانو په یوه ورځ پښتونخوا کې پر امنیتي ځواکونو د اوو خونړیو بریدونو مسؤولیت ومانه
    سیمه

    پاکستاني طالبانو په یوه ورځ پښتونخوا کې پر امنیتي ځواکونو د اوو خونړیو بریدونو مسؤولیت ومانه

    عمران آغاعمران آغا26 اپریل 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د پاکستاني طالبانو غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ځواکونو یې د روانې اپرېل میاشتې په ۲۵مې نېټې د جنوبي وزیرستان، ټانک، لکي مروت، شمالي وزیرستان او کورمې په بېلابېلو سیمو کې د پاکستاني پوځ او پولیسو پر مرکزونو اووه جلا-جلا بریدونه ترسره کړي.

    په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د پاکستاني طالبانو له خوا د جنوبي وزیرستان د بدر ولسوالۍ په مانتیوي سیمه کې د پاکستاني پوځ یو سرتېری په نښه او هلاک شوی. دغه راز په ټانک ښار کې د پولیسو پر صابر آباد پوستې د سپکو او درنو وسلو برید شوی چې په ترڅ کې یې پوستې ته له زیان اوښتو سربېره پاکستاني پولیسو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې.

    خبرپاڼه کاږي، دغه راز د پاکستاني طالبانو غورځنګ ځواکونو د لکي مروت د نورنګ ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د پولیسو پر مرکز برید کړی چې په ترڅ کې یې یو موټر په بشپړ ډول تخریب او پولیسو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

    خبر پاڼه زیاتوي، پاکستاني طالبانو دغه راز د شمالي وزیرستان په میرعلي ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځ یوې پوستې ته چاودنه ورکړې چې په ترڅ کې یې دوه پاکستاني پوځیان ټپیان شوي او پوسته په بشپړه توګه له منځه تللې. یاد غورځنګ د خبرپاڼې په دوام کورمه کې هم د دوو پاکستاني پوځیانو د هلاکت خبر ورکړی دی.

    د پاکستاني طالبانو غورځنګ دغه راز ویلي چې ځواکونو یې د جنوبي وزیرستان په سروراغې او شکې ولسوالیو کې هم پر پاکستاني پوځیانو د سپکو او درنو وسلو بریدونه کړي، چې په ترڅ کې یې پاکستاني پوځیان له درنې مرګ‌ژوبلې سره مخامخ شوي.

    یاد غورځنګ د خبرپاڼې په پای کې خبرداری ورکړی چې پر پاکستاني پوځیانو به یې بریدونه لا زیات شي.

    مخکینۍ مقالهسي اېن‌ اېن‌: یمنیانو په برياليتوب سره د امریکا د پوځي عملیاتو د دوهم پړاو مخه نیولې
    راتلونکي مقاله د پاکستان د بهرنيو چارو پخوانی وزير بلاول‌ بوټو‌ زرداري‌: د سند اوبه د پاکستان حق دی، یا به همدا اوبه او یا به ستاسې وینه په دې سیند کې بهېږي

    مربوطه لیکنې

    پاکستاني طالبانو بنو کې پاکستاني پولیسو ته کمین ورکړی او درانه تلفات یې ور اړولي

    28 مارچ 2026

    پاکستاني طالبانو په جلا جلا بریدونو کې ۲۷ پاکستاني عسکر هلاک او ټپیان کړي

    28 مارچ 2026

    لومړی تعقیب: پنجاب کې پر پاکستاني عسکرو برید پاکستاني طالبانو کړی

    28 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تورې څېرې 29 مارچ 2026

    د مخالفینو بهرنۍ نسخې او پر افغانستان یې اغېزې

    له هغې وروسته چې اشغالګر ځواکونه له افغانستان څخه وایستل شول او واک د دې…

    پاکستاني طالبانو بنو کې پاکستاني پولیسو ته کمین ورکړی او درانه تلفات یې ور اړولي

    28 مارچ 2026

    مولوي امیرخان متقي له خپل اماراتي سیال سره ټلیفوني خبرې کړي

    28 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د مخالفینو بهرنۍ نسخې او پر افغانستان یې اغېزې

    29 مارچ 2026

    پاکستاني طالبانو بنو کې پاکستاني پولیسو ته کمین ورکړی او درانه تلفات یې ور اړولي

    28 مارچ 2026

    مولوي امیرخان متقي له خپل اماراتي سیال سره ټلیفوني خبرې کړي

    28 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،130 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،080 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،157 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.