شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp له پښتونخوا څخه ځايي سرچينو هندوکش غږ ته ویلي چې، د پاکستان پوځي ملېشو نن د شمالي وزیرستان په تپې کلي کې د بې پیلوټه الوتکو پر مټ برید وکړ، چې له امله یې ۵ بې ګناه ملکي وګړي ټپیان شوي دي. د سرچينې په خبره، یوې بې پیلوټه الوتکې د يادې سيمې په بازار بم وغورځاوه، چې له امله یې د خلکو ترمنځ وېره خپره شوه او د بمبارد په پايله کې ټپیان شوي کسان روغتون ته وړل شوي، چې د ځینو یې حالت خورا نازک ښودل شوی دی. له بل پلوه ځايي اوسیدونکو دا برید غندلی دی، او د بشري حقونو سازمانونو او مسؤلو کسانو څخه یې د سمدستي پلټنو د اقدام غوښتنه کړې ده.پاکستاني ملیشې په دې وروستيو کې د جګړې په ميدانونو کې له پرلپسې ماتو وروسته د عامو او بې ګناه ولسي وګړو مرګژوبلې ته مخه کړې او د ځمکنيو او هوايي بريدونو پر مهال یې لسګونه عام وګړي شهيدان او ټپيان کړي دي.
د پرځېدلي جمهوریت د پارلمان وکیل او قومي مشر ملا ترهخېل محمدي: د خپلې اسلامي اردو ترڅنګ ولاړ یو او هر ډول ملاتړ یې کوو؛ د وطن ساتنه زموږ د عقیدې، غیرت او ملي مسئولیت برخه ده3 مارچ 2026
دیني عالم، مولانا محمد خان شیراني: د پاکستان حاکم رژیم سیمه کې د لویدیځ د ګټو ساتنې دنده پر غاړه لري3 مارچ 2026
د هند دفاع وزیر راجنات سېنګ: که پاکستانی رژیم له خپل ناسم چلند څخه لاس وانهخلي، نو هند به داسې ځواکمن ځواب ورکړي چې نړۍ به یې یاد ساتي2 مارچ 2026