
پاکستانی سناتور مشتاق احمد د القسام لوا د وياند ابو عبيده د شهادت په اړه څرګندونو کې ويلي، چې د ابو عبيده په اړه ټول استخباراتي معلومات امريکا اسرائيلو ته ورکړي و.
نوموړي زياته کړې «اسرائیل او امريکا د دې امت اتل ابو عبيده شهيد کړ؛ خو د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف بیا د امریکا ولسمشر ټرمپ ته د “سولې پیغمبر” وايي او د هغه لپاره په ځلونو د نوبل د سولې جایزې سپارښتنه کوي.»
مشتاق احمد د پاکستان پر واکمنانو افسوس څرګند کړی او په وينا یې چې په غلامۍ کې له ټولو پولو تېر شوي دي.
ياده دې وي، چې پاکستان څو ځلې ډونالډ ټرمپ د نوبل جایزې ته کانديد کړی او سربېره پر دې یې غزې ته د حماس غورځنګ پر وړاندې اسرائيلو سره اوږه پر اوږه د پاکستاني پوځيانو د لېږلو پرېکړه هم کړې ده.

