
پاکستاني سياستوال او څېړونکي رحيق عباسي، د پاکستاني رژيم حاکمان د وروستي جنایت مسولين بللي او خبرداری یې ورکړی، چې د پاکستان نسلونه-نسلونه به د سلګونو افغان مسلمانانو د شهادت درنه بیه پرې کړي.
نوموړي پوځ مشر عاصم منير او نواز شريف ته په اشارې ليکلي، چې دا بدبخته کسان د امریکا په ړانده ځواک سره په حیواناتو بدل شوي دي.
هغه زياتوي، چې پر افغانستان بمبارد یوه غلطه پریکړه وه او د پوځي ډلو پر ځای یې ملکي اهدافو ته زیان رسول دومره ظالمانه اقدام دی چې موږ یې باید په اړه چوپ پاتې نهشو.
د نوموړي په وينا، هغه څه چې پاکستان یې دا مهال ترسره کوي وطن پالنه نه ده، بلکې د پاکستان د اساسي قانون سره خیانت او د عقیدې پر ضد پرېکړې دي.

