د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارې په اړه چې هر څومره ژور فکر وشي، دا حقیقت روښانه کېږي چې دې ادارو له ډېرو کلونو راهیسې له واقعیتونو د تېښتې لار خپله کړې ده. د هرې پیښې تر شا د بهرنیو لاسونو د درلودو په شعار، له مسؤلیت تېښته کوي او هڅه کوي چې خپلې نیمګړتیاوې او هغه اداري ګډوډۍ پټې وساتي چې د دوی په معلوماتو، ورځني کار، تصمیم نیونې او د عملیاتو په جریان کې لیدل کېږي.

د پاکستان استخباراتي اداره په خپلو تبلیغاتي چینلونو کې ځان داسې معرفي کوي، لکه د یوې نه ماتېدونکې، پیاوړې او د هر راز وړتیا لرونکې اداره چې وي، خو کله چې په عمل کې د دوی کړنې و ارزول شي، نو د مهارت پر ځای ناهیلي، د دقت پر ځای تیروتنې او د شفافیت پر ځای پټې کړنې او جعلکارۍ مخې ته راځي.

په امنیتي پېښو کې د دوی لومړنی غبرګون تل یو شان وي؛ پلمه، د پلمې پر سر بله پلمه او د حقیقت تحریف. له هرې ناکامۍ وروسته له داخلي رژیم څخه د حساب غوښتلو پر ځای د بهرنیو نومونو تکرار کوي او دا تکرار یواځې د دې لپاره نه وي چې ولس قانع کړي، بلکې په پاکستاني رژیم کې دننه د هغو کسانو د سترو تېروتنو د پټولو لپاره کوشش کېږي چې باید حساب ورکوونکي وای.

د یوې ادارې لپاره چې ځان د نړۍ له لویو استخباراتو سره پرتله کوي او د لویې وړتیا لرلو دعوه لري، داسې عادت یې د نه منلو وړ کمزورتیا ده. که د دوی استخباراتي معلومات دقیق او منظم وای، نو ولې به له هر برید وروسته د حیرانتیا او ګډوډۍ حالت رامنځته کېده؟ ولې د پېښو په اړه لومړني راپورونه تل یو او بل ردوي؟ او ولې د ولس د ذهن د مسخه کولو هڅې دومره دوام لري؟

د مثال په توګه، په اسلام آباد کې له برید وروسته یو شمېر پاکستاني مطبوعات چې د استخباراتي ادارو د پروپاګند آلې دي، داسې خبر یې ورکړ چې برید کوونکی د باجوړ اوسېدونکی و، خو وروسته یې بیا له افغانستان سره وتاړه او پروپاګند یې پیل کړ، چې په دې سره یې خپل نامسلکیتوب او په دروغو د تکیې کول واضح کړل. همداسې یې په پېښور کې د وروستي ترسره شوي برید، برید کوونکي هم له کومې پېژندنې پرته افغانان معرفي کړل، په داسې حال کې چې نه یې نومونه ورته معلوم دي او نه یې په اړه نور معلومات خپروي.

تر ټولو ستونزمنه دا ده چې دوی له غلطو معلوماتو خپرولو سره دومره عادت شوي چې بیرته ترې هیر وي، چې پرون یې څه ویلي وو او نن بیا څه وایي!؟ ولس ته نیمګړي، احساساتي او له واقعیت څخه لرې بیانیې ورکول د دوی لپاره عادي شوي دي. په دې ډول، پر دوی نه یوازې د خلکو باور زیانمن شوی، بلکې اوس نړۍ هم د دوی ادعاوو ته د شک په سترګه ګوري، ځکه یوه اداره چې د خپلو معلوماتو د سمون وړتیا و نه لري، څنګه کولای شي چې د سیمې پر امنیتي بدلونونو سم څار ولري؟

تر دې ټولو ژورې ستونزې د پاکستاني پوځ په عملیاتي پلانونو کې شته، دوی داسې هیڅ کامیابي نه لري چې نړۍ ته یې وښیي او خپله دعوه پرې ثابته کړي، د دوی ټولې دعوې د دوی له عملیاتو وروسته درواغجنې ثابتې شوې دي. دوی تل بې ګناه او عام وګړي په نښه کړي، د دوی د هدف ټاکلو ناسم سیستم، غلط استخباراتي اټکلونه، د پلان جوړونې ګډوډي او د ټکنالوژۍ کمزوري هغه پایلې زېږوي چې ډېر کله یې د تاوان بار د عامو خلکو پر اوږو پرېوځي. په داسې حال کې چې دوی د پرمختللې ټکنالوژۍ دعوه کوي، له هرو ناکام عملیاتو وروسته څرګندېږي چې د دوی تخنیکي وړتیا یواځې د کاغذ پر مخ ښکلې ښکاري، خو په میدان کې بیا هېڅ داسې څه نشته.

د پاکستان په دې ادارو کې د حساب ورکونې نشتوالی هم د دوی د بې کفایتۍ او ناکامۍ څرګنده نښه ده، پوځ او استخبارات ځان له قانون پورته ګڼي، هر څوک چې پرې نیوکه کوي، نو هغه ناسم دی او یواځې دوی حق لري چې د حقیقت تعریف وکړي. په داسې چاپېریال کې چې ادارې له حساب ورکونې وتلې وي، هلته اصلاح نه راځي.

که د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارو وضعیت ته په رښتینې او غیر احساساتي سترګه وکتل شي، نو ښکاري چې ستونزه د هغو بریدونو په اندازه خطرناکه نه ده چې دوی یې پلمه کوي، بلکې د دوی اداري، عملي، فکري او اخلاقي نیمګړتیاوې دي چې له ډېرو کلونو راهیسې د اصلاح پر ځای د پټو پلمو تر سیوري لاندې ساتل کېږي. کله چې یو رژیم د خپلو نیمګړتیاوو په اعتراف و نه شرمېږي، نو هغه رژیم نه پرمختګ کوي، نه د خلکو باور ترلاسه کوي او نه هم د سیمې د ثبات برخه ګرځي. تر څو چې د مسؤلیت منلو کلتور رامنځته نه شي، د پاکستان د پوځي او استخباراتي ادارو ستونزې به د پلمو په سیوري کې هماغسې پټې پاتې شي، خو حقیقت به هر ځل ځان را څرګندوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version