Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»سیمه»پاکستان: “بلوچستان” کې تښتول شوي کسان پېژندل شوي او “پنجاب” کې د نا امنیو له ویرې پر لویو راټولېدنو بندیز اعلان شوی دی
    سیمه

    پاکستان: “بلوچستان” کې تښتول شوي کسان پېژندل شوي او “پنجاب” کې د نا امنیو له ویرې پر لویو راټولېدنو بندیز اعلان شوی دی

    صابر افغانصابر افغان22 جون 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د بلوچستان د “هرنایي” ولسوالۍ له “زرغون” نومي سیمې د تښتول شویو لسو تنو لومړني مالومات خپاره شوي، چې ویل کیږي دوه یې د پنجاب، شپږ یې د بلوچستان اوسېدونکي دي او همداراز یو پښتون او یو بل هم بلوڅ دی.

    په کوټه کې د کورنیو چارو وزارت یو چارواکي رسنیو ته ویلي، چې په تښتول شویو کسانو کې د ګمرک یو مسول هم شامل دی.یاد اشخاص تېره چهار شنبه هغه مهال وتښتول شول، چې د کوټې “هرنایي زرغون غر” سیمې ته په چکر تللي وو.

    یاد کسان د پنجشنبې په ورځ په نښه شوي او له سیمې کوم نامالوم ځای ته تښتول شوي دي.

    د رپوټونو پر بنسټ وسله والو دا کسان د پېژندپاڼو له کتلو وروسته له ځان سره یوړل.

    بل لور ته د بلوڅانو ازادۍ غوښتوونکو پوځ ویلي، چې ټول لس تنه یرغمل شوي کسان دوی تښتولي دي.

    بل لور ته د پاکستان حکومت په مرکزي پنجاب ایالت کې د ناامنیو مخنيوي په موخه پر لویو غونډو، لاریونونو او اعتراضونو بندیز اعلان کړی دی.

    د پنجاب د کورنیو چارو ایالاتي وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل: “په ټول پنجاب کې د قانون د ۱۴۴مې مادې پر بنسټ په ناستو، هر ډول غونډو، لاریونونو او جلسو بندیز لګېدلی دی.

    “د حکومت له خوا په خپره کړې اعلامیه کې راغلي، چې دا ګام د امنیتي دلایلو له کبله اخېستل شوی دی او په وینا یې ولسي غونډې د وسله والو له خوا په اسانه هدف ګرځېدلی شي.

    په اعلامیه کې دا هم راغلي، چې په ټول پنجاب کې به د ناامنیو ممکنه پېښو مخنېوي په موخه په لویو ناستو اعلان شوی بندیز تر اووه ورځو (۲۷م جون) پورې وي.

    اخوا بیا د پاکستان په پارلمان کې د اپوزیسیون مشر عمر ایوب دا پرېکړه غندلې او دا یې د خپلواکۍ پر ضد حکومتي ګام بللی دی.

    د تحریک انصاف دغه مشر پارلمان ته د وینا پر مهال دا “د ولسواکۍ ضد” عمل بللی دی.

    مخکینۍ مقالهقانع: ملگري ملتونه دې د افغانستان واقعیتونو ته په کتو دې خپل نظر ورکړي
    راتلونکي مقاله غزه کې د مخامخ جګړې پرمهال لس اسرائیلي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

    مربوطه لیکنې

    پخوانی امريکايي ډيپلوماټ زلمی خلیزاد: د بلوچستان په اړه د پاکستان حکومت تګلاره ناکامه ده او پروني همغږي پراخ بریدونه ښيي چې وضعیت تر کنټرول وتلی

    1 فبروري 2026

    د پاکستان پخوانی پوځي افسر، عادل راجا: بشیر زيب په بلوچستان کې ناست دی او پاکستانی رژيم د افغانستان په ملامتولو د خلکو په سترګو کې خاورې شيندي

    31 جنوري 2026

    پاکستاني رسنۍ: د غلاوو د زیاتوالي له امله د پاکستان فولادو دولتي فابریکې شتمنۍ ليلامېږي

    29 جنوري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیاسي لیکني 1 فبروري 2026

    د بلوڅ وسلوالو جګړه د تبلیغ او واقعیت ترمنځ

    د بلوچستان روان وضعیت یوازې یوه امنیتي موضوع او کشاله نه ده، بلکې د پاکستان…

    ملا عبدالغني برادر د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي

    1 فبروري 2026

    هایتي کې د امریکا سفارت ته نږدې ډزې شوې

    1 فبروري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د بلوڅ وسلوالو جګړه د تبلیغ او واقعیت ترمنځ

    1 فبروري 2026

    ملا عبدالغني برادر د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي

    1 فبروري 2026

    هایتي کې د امریکا سفارت ته نږدې ډزې شوې

    1 فبروري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،104 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،054 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،115 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.