Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»پاکستان به پر خیالي مخالفو ډلو پانګونه وکړي؟
    افغانستان

    پاکستان به پر خیالي مخالفو ډلو پانګونه وکړي؟

    صابر افغانصابر افغان8 نوومبر 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د پاکستان – افغانستان ترمنځ د تېرې میاشتې سختو نښتو او بیا درې پړاوه مذاکراتو پر مهال، د آزادۍ، مقاومت او نورو تش په نوم خیالي جبهو او ډلو غړو او مسؤلینو، په ټولنیزو رسنیو کې د پاکستان مستقیم ملاتړ وکړ، پر افغانستان یې د دغه هېواد بریدونه توجیه کول او د مشروعیت لپاره یې مختلف دلایل ورته وتراشل.

    په دې وروستیو کې چې د درېیم پړاو مذاکرات د پاکستاني لوري د غیر منطقي غوښتنو له کبله، د بن‌بست سره مخ شوه، د افغان حکومت د مخالفو ډلو مسؤلینو او غړو پر اصلي او نا پېژاندو اکاونټونو پاکستان ته وړاندیز کړی، چې دغه تش په نوم ډلو ته د یوې بلې جګړې نیابتي مأموریت ور وسپارل شي او ملاتړ ترې وشي.

    دا هر څه په داسې یوه زماني مقطع کې ترسره شوي، چې پاکستان پخپله له سخت کورني بحران سره مخ دی، امنیتي ګواښونه، سیاسي بې ثباتي، اقتصادي رکود، ټولنیز فشارونه او د سیمې له هېوادونو سره خرابې اړیکې هغه څه دي چې پاکستان یې د ګړنګ غاړې ته سوق کړی.

    پاکستان څنګه په داسې وخیم وضعیت کې په هغو ډلو پانګونه وکړي، چې د امریکا او ناټو له شل کلن حضور او ملاتړ سره سره یې و نشو کړای په افغانستان کې جمهوري رژیم وساتي؟ همدا راز څنګه په هغه ډلو پانګونه وکړي چې د افغان ملت په منځ کې شتون او مشروعیت و نه لري، خو د خیالي مقاومت د ملاتړ غږ اوچتوي؟ د یادو خیالي ډلو د نه ملاتړ په اړه ګڼ شمېر دلایل شته، خو پایله یې دا ده چې د یادو ډلو له خوا پر پاکستان د هېواد پلورلو سودا یوه تاریخي اشتباه ده.

    تاریخ به یې په خپلو پاڼو او افغان ملت به یې په خپله حافظه کې وساتي، چې یو شمېر خیالي ډلو د خپلو شخصي او ګوندي ګټو په لالچ کې د افغانستان پر سر هر راز سودا ته غاړه ایښوده او د دې لپاره چې په افغانستان کې، د افغانانو په توسط جوړ شوي اسلامي نظام او افغان مسلمان ملت په ضد جګړه وکړي، له داسې چا سره سودا کولو ته اماده شو، چې نږدې دوه لسیزې یې د دغه هېواد د دښمنۍ په غولونکو شعارونو خپل موقف تضمیناوه.

    مخکینۍ مقالهله پاکستاني پوځي رژیم سره همغږی نظر؛ نور الرحمن اخلاقي وايي، د پاکستان – افغانستان تر منځ ستونزې نا‌علاجه دي
    راتلونکي مقاله د متحد ملت بې‌سارې یووالی؛ ولې یې مجازي مقاومت نه شي زغملای؟

    مربوطه لیکنې

    متقي پر افغان خاورې د پاکستاني رژیم بریدونو په اړه د ملګرو ملتونو له مرستیالې سره خبرې کړي

    24 فبروري 2026

    يوناما د پاکستاني رژيم بريد کې د ښځو او ماشومانو مرګ‌ژوبله تاييد کړې

    24 فبروري 2026

    پاکستاني رژيم ته د ملي دفاع وزارت خبرداری؛ د مناسب او حساب شوي ځواب په تمه شئ

    22 فبروري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 24 فبروري 2026

    متقي پر افغان خاورې د پاکستاني رژیم بریدونو په اړه د ملګرو ملتونو له مرستیالې سره خبرې کړي

    د بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیرخان متقي د سياسي چارو لپاره د ملګرو ملتونو د…

    يوناما د پاکستاني رژيم بريد کې د ښځو او ماشومانو مرګ‌ژوبله تاييد کړې

    24 فبروري 2026

    مبهم دریځونه او ښکاره تړاوونه؛ سیاسي ډلې د ازموینې په ډګر کې

    22 فبروري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    متقي پر افغان خاورې د پاکستاني رژیم بریدونو په اړه د ملګرو ملتونو له مرستیالې سره خبرې کړي

    24 فبروري 2026

    يوناما د پاکستاني رژيم بريد کې د ښځو او ماشومانو مرګ‌ژوبله تاييد کړې

    24 فبروري 2026

    مبهم دریځونه او ښکاره تړاوونه؛ سیاسي ډلې د ازموینې په ډګر کې

    22 فبروري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،108 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،061 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،121 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.