هندوکش غږ د خپلو منابعو څخه په تازه لاسته راغلو معلوماتو کې موندلې چې پاکستان ته نږدې دوه اونۍ وړاندې د محقق سفر د پاکستاني استخباراتو په غوښتنه، د نوموړي د زوم ډاکتر حسين ياسا لخوا چې د پاکستان د استخباراتي ادارې(آی ایس آی) رسمي غړيتوب او د آی ایس آی ادارې ته د جاسوسۍ يوه اوږده سابقه لري، تنظيم شوی و.
ډاکتر حسين ياسا نږدې ۱۳ کاله وړاندې د تېر جمهوريت د ملي امنيت ادارې له لوري د پاکستان سفارت ته د زيات تګ راتګ او آی ايس آی ته د جاسوسۍ په تور په داسې حال کې ونيول شو، چې په کابل ښار انټرکانټننټال هوټل کې د پاکستاني استخباراتو (د پاکستان سفارت د استخباراتو له مسؤول) سره له پټ ملاقات وروسته را بهر شوی و، خو هغه مهال چې په جمهوريت کې پاکستاني آی ایس آی پراخ نفوذ درلود؛ د سختو فشارونو په نتيجه کې نږدې له ۴۸ ساعته توقيف وروسته په دې بهانه بيرته آزاد کړل شو چې ګواکې د شکر مريضي لري او په ضمانت خوشي شوی، خو په حقيقت کې نوموړی په کابل کې د پاکستان سفارت د مستقيمې مداخلې په نتيجه کې بيرته آزاد کړل شو.
هغه مهال محقق هم د نوموړي د نيول کيدو په وجه د وخت په حکومت او ملي امنيت باندې سختې نيوکې کړې وې او ملي امنيت يې په دې تورن کړی و چې د ياسا د نیولو لپاره هيڅ ډول قانوني جواز نه لري.
ياسا د پاکستان تابعيت (شناخت کارت) او د پاکستان په استخباراتي اداره(آی ایس آی) کې د ډګروالۍ معادل رتبه لري، د نوموړي يو ورور هم د پاکستان په فوځ کې د جنرالۍ رتبه لري.
هندوکش غږ دا نه شي تائيدولی چې ډاکتر ياسا په دې سفر کې له محقق سره ملګری و او که نه؟ خو د ياسا له لوري د دې سفر تنظيمول د دې ښکارندويي کوي چې محقق په کامله معنی د پاکستاني استخباراتو په لمنه کې ځان اچولی دی.
د یادونې وړ ده چې په تير جمهوريت کې د ملي امنیت له لوري د پاکستاني استخباراتو لپاره د جاسوسۍ په تور نيونې او بيا د سختو فشارونو له امله د بيرته خوشي کولو زياتې بيلګې شته چې ځينې يې وخت په وخت د تير ملي امنيت د چارواکو له لوري افشا شوې هم دي، چې وروستۍ هغه يې د ملي امنيت د رئيس رحمت الله نبيل له لوري افشا شوه کوم چې د پاکستان يو جاسوس د اشرف غني او حنيف اتمر د سختو فشارونو له امله بيرته آزاد کړل شو.
هېره دې نه وي چې ډاکتر حسين ياسا اوس مهال د محقق په مشرۍ د وحدت ګوند غړی او د ملي مقاومت په نوم د شوری رسمي وياند هم دی، چې دا په افغانستان کې د سرپرست حکومت په بهر مېشتو مخالفينو کې د بهرنيو استخباراتو په ځانګړي ډول د پاکستاني استخباراتو پراخ نفوذ ښيي.