محمد فیصل
د تیرې مارچ میاشتې په ۱۸ مه پاکستان د افغانستان په ځینو سیمو هوایي بریدونه وکړل.پاکستان ادعا وکړه چې بریدونو کې یې د پاکستاني طالبانو غړي په نښه کړي، خو عیني شواهد ښیي چې د پاکستان په بریدونو کې افغان ملکي وګړي او ماشومان شهیدان شوي وو.
پاکستان چې د کوم کس د وژلو ادعا کوله، هغه په وزیرستان کې په یوه ویډیو کې ځان راڅرګند کړ او د پاکستان ادعا یې دروغجنه ثابته کړه.
د پاکستان هوایي برید ته افغان ځواکونو چټک او سخت غبرګون وښود او د راپورونو پر بنسټ، ځینې پاکستاني عسکر هم په کې ووژل شول.
چین چې د پاکستان قوي متحد دی او په پاکستان کې یې ډیره پانګونه کړې، تر اوسه یې یاد برید ته غبرګون ښودلی نه دی.
د پاکستاني طالبانو په اړه د چین دریځ څه دی؟پاکستاني طالبانو وروستیو څو کلونو کې په پاکستان کې په چینایانو بریدونه کړي نه دي.
وروستی خونړی برید چې د پښتونخوا شانګله کې وشو او پینځه چینایي انجینران په کې ووژل شول، تر اوسه یې هیچا مسوولیت منلی نه دی، خو پاکستان یې پړه په پاکستاني طالبانو ور اچوي، په داسې حال کې چې پاکستاني طالبانو په برید کې لاس لرل رد کړي دي.
په rusi.org کې سید فضل حیدر په خپله مقاله کې چې چین ولې د افغانستان-پاکستان په شخړه چوپ دی وایي، په داسې حال کې چې پاکستان له افغان طالبانو (افغان حکومت) څخه ځان لرې کوي، خو چین ځان افغان حکومت ته ور نږدې کوي او آن د حاکمیت رسمي تایید په لور یې ګامونه اخلي.
د مقالې لیکوال وایي، اوسمهال چین او پاکستان د افغان او پاکستاني طالبانو په اړه یو دریځ نه لري.چین لکه د افغان طالبانو په څیر د پاکستاني طالبانو مسله د پاکستان کورنۍ مسله ګڼي.
د لیکوال په وینا، چین تر اوسه د پاکستاني طالبانو په موضوع کې پر افغان حکومت فشار راوستی نه دی.
لیکوال وایي، د چین له پاره لویه مسله د اویغور جنګیالیو ده، چې د هغې په اړه افغان حکومت چین ته اطمئنان ورکړی دی.
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واک ترلاسه کولو وروسته افغان-چین اړیکې ډیرې نږدې شوي او چینایي پانګوالو د پانګونې له پاره افغانستان ته مخه کړې ده.پاکستان د افغان-چین نږدې اړیکو ویرولی او ټولې هڅې کوي چې دغه نږدې اړیکې خرابې کړي.
همدا لامل دی چې پاکستان هڅه کوي چین ته داسې وښیي چې شانګله کې په چینایانو برید په افغانستان کې پلان شوی و.
خو چین پوهیږي چې افغان حکومت هیچا ته اجازه نه ورکوي چې خاوره یې د کوم بل هیواد، بیا په ځانګړي ډول د چین په څیر اقتصادي ځواک او د افغانستان نږدې متحد پر ضد استعمال شي.
د افغانستان د بې ثباتۍ او له ګاونډیانو سره د افغانستان په جنجال اړولو په اړه به د پاکستان ټولې هڅې ناکامیږي. ان شاءالله.