تاریخ ثابته کړې چې له کومې ورځې برتانیې د اسیا په زړه کې د پاکستان په نوم جغرافیه رامنځ ته کړې، بیا دې سیمې او خلکو د ښه ژوند مخ نه دی لیدلی. پاکستان تېرې څلور لسیزې د پښتنو قبایلي سیمې د خپل بادار د نس ډکولو لپاره تر سرو لمبو لاندې نیولي، کورونه، جوماتونه او مدرسې یې ور بمبارد کړي، ځوانان یې ترې تري تم او د عافیه صدیقي په څېر میرمنې یې پر امریکا پلورلې دي.
دوی نه د خجالت احساس کړی او نه پکې د پارلمان په څوکیو ناست تش په نوم پښتانه چې ځانونه د پښتنو اصل وارثین ګڼي راپورته شول او نه یې د پنجابي ریاست روان بربریتونه وغندل، بلکې برعکس یې پنجابي ریاست ته هغه سیمې او خلک ور په ګوته کړل چې هغوی په رښتینې معنی د پښتو او پښتنو په غم کې لتاړ وه/دي.
پاکستانۍ اداره چې اوس مهال له سخت اقتصادي ناورین سره مخ ده او له نړۍ څخه د پیسو د ترلاسه کولو لپاره بله لار نه ګوري، په ډېره سپین سترګۍ یې پر هغه قبایلو د بمونو غورځول پیل کړي، چې تر نن ورځې د همدې جابر ریاست له لوري په زور خرڅ او محکوم کړای شوي دي.
تېره شپه پاکستاني ریاست د وزیرستان په خوب ویدو وړو ماشومانو، میرمنو او سپین ږیرو بمونه وو ورول، خو دا لومړی ځل نه دی، دوی د تاریخ په اوږدو کې دا سیمې د پنجابي ریاست پر ګدۍ د ناستو اجیرانو د خیټې ډکولو او له نړۍوالو څخه د پيسو راټولو لپاره استفاده کړې او لا یې کوي.
د پاکستاني طالبانو او بلوڅ بیلتون پالو له لوري پر پنجابي ملیشو درانه بریدونه کېږي، چې طرف یې ترې ورک او په هره مخامخ جګړه کې یې له سختې ماتې سره مخ کړي، اوس یې زور له هغه بې ګناه ماشومانو او میرمنو باسي، چې د تعلیم او ښه ژوند په ارمان د ژوند هره شېبه په افسوس او ارمان تېروي او یا یې له هغه سپین ږیرو زور باسي چې له کټ نشي پورته کېدلی، خو د خپلو وړو بچیو لپاره پنډ، پنډ هیلې او امیدونه په زړه او سترګو کې غړوي.
پاکستاني ریاست په دې برید وښوده، چې دوی هیڅ دین، کلتور، ژبې او ارزښت ته معتقد نه دي او په پارلمان کې یې د لاټین ښکته او پورته کوونکي خلک هم د دوی د لاس آلې دي، ځکه دوی په هیڅ وخت کې د دې وحشتونو او بریتونو خلاف غږ نه دی پورته کړی، نه یې د څو تنو د هوس لپاره د قبایلو قرباني کول غندلي.
په لاهور کې د کرکټ د سیالیو لپاره هره څوکۍ پلټل کېږي، خو په وزیرستان کې د ماشومانو او میرمنو سرونه شیندل کېږي. دا کوم منطق، دلیل او انصاف دی او دا کومه نظامداري او اصل دی!؟ د شپې په تورو تاریکیو کې په خوب ویدې ښځې، ماشومان او سپین ږیري یو ځای په غزه کې قتلېږي او بل بیا په مظلوم وزیرستان کې، چې نه د کاذب بشردوستانو له خولې پرې اوف وخوت او نه پرې د تش په نوم ملګرو ملتونو سازمان خوله وخوځېده. پر غزې او قبایلو روان بربریتونه او ظلمونه د هیڅ توجیې وړ نه دي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.