Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»پاکستان د سقوط پر څنډو؛ د داعش له ملاتړ څخه د نړۍ د تاریاکو تر پلازمېنې!
    سیاسي لیکني

    پاکستان د سقوط پر څنډو؛ د داعش له ملاتړ څخه د نړۍ د تاریاکو تر پلازمېنې!

    صابر افغانصابر افغان12 سپتمبر 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    «د نړۍ د تاریاکو نوې پلازمېنه، د ترهګرو لاسونو ته د ملیونونو ډالرو د لوېدو ګواښ له ځان سره لري»؛ دا د انګلیسي ورځپاڼې ټلګراف د هغه راپور سرلیک دی چې د خاموشۍ تر شا د لویو پېښو کیسه بیانوي.

    تازه په تازه ټلګراف ورځپاڼې په یو مستند راپور کې پاکستان د نړۍ د تاریاکو نوې پلازمېنه بللې ده؛ دا لقب د جمهوريت تر سقوط او له ګران افغانستان څخه د اشغالګرو تر تېښتې وړاندې د افغانستان لپاره کارول کېده.

    د دې راپور له مخې، د جغرافیایي ډاټا د ټولوونکې یوې کمپنۍ «السېس» له لوري اخیسل شوي د سپوږمکۍ انځورونه ښيي چې تر ۷۰ سلنې پورې کرنیزې ځمکې په ځینو سیمو کې د تاریاکو د کرکېلې لپاره کارول کېږي. په دې پلټنو کې یوازې د بلوچستان په دوو وړو سیمو کې نږدې ۸۱۰۰ هکټاره د کوکنارو کرونده کشف شوې ده.

    یوه د پام وړ نکته د دې کروندو موقعیت دی؛ د دې کروندو اصلي هسته د پاکستان په جنوب‌ لوېدیځ یعني بلوچستان کې پرته ده، هغه سیمه چې د داعش خراسان څانګې د فعالیتونو ځاله بلل کېږي.

    له شک پرته ویلی شو، په هغو سیمو کې چې داعش پکې پراخ حضور لري، د تاریاکو بې‌ مخینې کرکېله، د پاکستان له لورې د دې ډلې له مالي ملاتړ سره مستقیم تړاو لري. هغه کرکجنه او منفوره ډله چې له مودې راهیسې، د اسنادو او شواهدو له مخې د پاکستان له لوري د ګاونډیو هېوادونو د نا.امنۍ لپاره کارول کېږي او حتیٰ ځینې وختونه د پاکستان د پوځ له خوا روزنه هم ورکول کېږي.

    د نشه‌ یي توکو کرونده، پر دې سربېره چې د داعش مالي تمویل برابروي، خپله پاکستان ته به هم د پام وړ ګټه او عواید ولري؛ په داسې وخت کې چې د پاکستان حکومت له سخت اقتصادي ناورین سره مخ دی، اوس یې د ځان ژغورلو لپاره د داعش ډلې او تازه د نشه‌ یي توکو کر ته لاس اچولی دی. بل لوري ته پاکستان کولای شي په راتلونکو کلونو کې، د نشه یي توکو په وړاندې د نمایشي مبارزې په نوم عملیات ترسره او د پر مخ بېولو لپاره یې له غربي هېوادونو څخه نغدي مرستې وغواړي.

    په دې تړاو د پاکستان د سیمه ایزو خبریالانو چوپتیا د تاریاکو له پراخې کرکیلې سره، د دې هېواد د دولت ښکاره تړاو ښيي. د پاکستان مشهور خبریال بلال یاسر هم دې ټکي ته اشاره کړې: «په دې سیمه کې په زرګونو هکټاره ځمکه د تاریاکو کرونده یوه داسې کیسه وه چې زموږ سیمه‌ییزو خبریالانو نشوای ویلای، بالاخره دا بهرنۍ ورځپاڼه وه چې یو کال وروسته یې دا موضوع افشاء کړه. د نشه یي توکو دا ډول پراخه کرکېله د دولت له همکارۍ پرته ناشونې ده.»

    زلمي خلیلزاد هم ویلي چې پاکستان اوس د نړۍ د تاریاکو پلازمېنه ده، نوموړي په خپل ایکس (پخواني ټویټر) لیکلي: « له پاکستان څخه بد خبر؛ تلګراف ورځپاڼې راپور ورکړی چې دا هېواد د نړۍ د تاریاکو په پلازمېنه بدل شوی دی.»

    نوموړي د دې پیښې منفي پایلې هم څېړلي دي او لیکي: «د تاریاکو کرکېله ډېرې خطرناکې پایلې لري، د ترهګرو او تاوتریخوالي خوښوونکو ډلو مالي تمویل، په اقتصاد او سیاست کې د جرمونو زیاتوالی او د نشه‌يي توکو د استعمال پراخوالی؛ هغه موضوع ده چې پر ګاونډیو هېوادونو سربېره نورو ته هم ګواښ بلل کېږي».

    په پای کې ویلی شو چې پاکستان ته د «د نړۍ د تاریاکو نوې پلازمېنه» لقب، یوازې یو رسنیز خبرداری نه دی، بلکې د سیمې او نړۍ لپاره د جدی خطر زنګ دی. کله چې د نشه‌ يي توکو کرکېله او قاچاق د دولتونو، ترهګرو ډلو او جنایتکارو شبکو ګټې سره وتړي، پایله‌ یې بې‌ ثباتي، د مشروع اقتصاد کمزوري کېدل، په کور د ننه او بهر د اعتیاد پراخېدل دي.

    د یادونې وړ ده که دا روان بهیر د نړۍوالې ټولنې له جدي غبرګون پرته ادامه پیدا کړي، نه یوازې دا چې پاکستان به د ناورین ژورو ته وغورځي، بلکې لمبې به یې ډېر ژر تر ګاونډیو هېوادونو او تر دې هم پراخې جغرافیې ورسیږي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد استخباراتو لوی ریاست رئیس، مولوي عبدالحق وثیق:د اصلي داعشیانو تر څنګ مصنوعي او پروژه‌یي داعشیان هم شته، چې استخباراتي کړۍ یې د وسیلې په توګه کاروي
    راتلونکي مقاله مولوي عبدالحق وثیق: پرځول شوی جمهوریت د بهرني اشغال محصول و، جوړښت یې د افغانستان له ارزښتونو سره په ټکر کې و او د ښکېلاک‌ګرو لپاره یې د نقاب حیثیت درلود

    مربوطه لیکنې

    پاکستان؛ له نا امنۍ او بې ثباتۍ بیا د اپينو تر نوې پلازمېنې

    9 سپتمبر 2025

    د پرځېدلي جمهوریت د فساد په اړه ناویلې

    8 سپتمبر 2025

    د سنبلې نهمه؛ ملت ته د ویاړ او پخوانیو چارواکو ته د عار ورځ

    31 اگست 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 13 سپتمبر 2025

    پاکستاني طالبانو جنوبي وزيرستان کې ۱۲ پوځيان وژلي دي

    د هندوکش غږ ځايي سرچينې وايي پاکستاني طالبانو د جنوبي وزیرستان په «بدر دره» سيمه…

    جي‌اېس‌یو شرکت د افغانستان برښنا سکټور بېلابېلو برخو کې پانګونه کوي

    13 سپتمبر 2025

    د روسیې ختیځ د رېښتر په کچه ۷.۴ درجې زلزلزلې ولړزاوه

    13 سپتمبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پاکستاني طالبانو جنوبي وزيرستان کې ۱۲ پوځيان وژلي دي

    13 سپتمبر 2025

    جي‌اېس‌یو شرکت د افغانستان برښنا سکټور بېلابېلو برخو کې پانګونه کوي

    13 سپتمبر 2025

    د روسیې ختیځ د رېښتر په کچه ۷.۴ درجې زلزلزلې ولړزاوه

    13 سپتمبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،028 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،968 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،006 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.