پاکستان سبا په داسې حال کې چې سیاسي ترینګلتیاوو پکې زور اخیستی، په اسلاماباد کې د «شانګهای د همکاریو سازمان د دولتونو د مشرانو شوری» د غونډې کوربتوب کوي.
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې لا له وړاندې پر ډله ییزې ګرځېدا بندیز لګېدلی او درې ورځې عمومي رخصتي اعلان شوې ده.
افغانستان د یاد سازمان د ناظر په توګه په دغه سازمان کې له وړاندې غړیتوب لري، خو لاهم اسلامي امارت ته د ورتګ بلنه نه ده ورکړل شوې.
هېره دې نه وي چې نن سهار له پلازمېنې اسلام اباد څخه په لاریونونو کې د تاوتریخوالي خبر هم ورکړل شوی.