Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»پاکستان د غربي ګټو لپاره د شر او فساد ډلو ملاتړ کوي، د سياست ناورين
    لیکني

    پاکستان د غربي ګټو لپاره د شر او فساد ډلو ملاتړ کوي، د سياست ناورين

    صابر افغانصابر افغان4 اکتوبر 2024څرگندونې نشته7 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په ۲۰۲۱ ميلادي کال د اګست په مياشت کې، د غربي يرغل له ختمېدو او د افغانستان واک ا.ا ته د رسېدو سره؛ امريکا، ناټو او متحدين يې د افغانستان له سپېڅلي خاورې څخه و وتل، چې په دې سره په افغانستان کې سرتاسري امن او امنيت قايم شو؛ ا.ا په خورا تکتيک سره، په ډېر لنډ وخت کې سرتاسري امنيت راوست، د شر او فساد ډله او داعشیان دې حالت ته ورسېدل؛ چې په ټول افغانستان کې پرې د سر پناه ځايونه ودرېدل.

    د شر و فساد ډلې مشران غربي هېوادونو ته وتښتېدل او پاتې کسان يې تاجکستان او پاکستان ته لاړل؛ دا چې افغانستان امن شو او جګړه ودرېده، غرب خپلې ګټې په خطر کې وليدلې؛ ځکه چې افغانستان کې امن، خپلواکي او د ا.ا واک د غربي يرغل د خاتمې په ترڅ کې د غرب نفوذ او ګټې ختمې کړې؛ بلخوا د غرب پروژې(د شر او فساد ډله او داعشیان) هم د زوال په حال کې شوې.

    د امريکا، اسرائيلو، فرانسې، عربستان او نورو غربي هېوادونو پر پلان یې کار شروع کړ؛ د شر او فساد ډلې او داعشیانو تمويل ته يې پوره اوږه ورکړه؛ خو پر دې هر څه سربېره، دغه ډلې ونه توانېدلې چې د ا.ا پر وړاندې کوم نظامي پرمختګ وکړي؛ پر دې ملاتړ او تمويل سربېره، دغه ډلې ورځ تر بلې پر ورکېدو وې؛ دلته د دغو هېوادونو جاسوسي سازمانونو پاکستان ته يوه نوې پروژه وسپارله چې پکې د داعشیانو او شمالي ټلوالې يو ځای کول وو.

    په ۲۰۲۳ کال کې په اسلام اباد او پېښور کې د پاکستان جاسوسي سازمان آی ايس آی او د پاکستان د پوځ تر چتر لاندې څو غونډې د شر او فساد ډلې او داعشیانو ترمنځ ترسره شوې؛ چې موخه يې د دغو ډلو يو ځای کول وو؛ په دغو غونډو کې دوی يوه ګډ تفاهم ته سره و رسېدل، د شر او فساد ډلو او داعشیانو يو له بل سره مالي او تسليحاتي مرستې پيل کړې.

    په ماسکو کې د داعشیانو بريد د همدې تفاهم يو ژوندی مثال دی؛ چې داعشیانو د شمالي ټلوالې په جامه کې ځان تر مسکو پورې ورساوه؛ دا چې د شر او فساد ډلې ملاتړ د تاجکستان جاسوسي سازمان هم کاوه، خو له دې بريد وروسته په ۲۰۲۴ کال کې روسيې پر تاجکستان فشار راوړ؛ چې په تاجکستان کې د شر او فساد ډلې دفترونه وتړي.

    وروسته د احمد مسعود پېغام په ټولنیزو رسنیو کې خپرېږي، چې پکې امريکا ته التجا کوي چې تاجکستان زموږ دفترونه راته وتړل، اوس موږ څه وکړو؟ ځکه د شر او فساد ډله اوس له خوارجو سره یوځای شوې وه، او خوارج د غرب ځانګړې پروژه ده؛ له همدې امله روسيې پر تاجکستان فشار راوړ.

    له دې وروسته، د همېش په څېر، د غرب غلام پاکستان بیا ځلي د امريکا په خوښه شمالي ټلوالې ته ښه راغلاست ووايه؛ اوس په پاکستان کې ورته د ا.ا او افغانستان مقابل ځای ورکړل شوی؛ چیرې چې داعش او د شر و فساد ډله دواړه د آی ايس آی لخوا روزل کېږي.

    اوس خبره دا ده چې پاکستان ولې دا کار کوي؟لومړی باید ووایم چې د پاکستان له پيدايښت څخه تر ننه پورې پاکستاني پوځ او آی ايس آی خپل هېواد په پرديو پيسو ساتلی دی؛ ځکه چې د ۲۵۲ ميليونه نفوس د کنټرول لپاره او د هندوستان، ایران او نورو هېوادونو په وړاندې د ځان ساتنې په پار؛ دوی قوي پوځ او طاقت ته اړتیا لري چې د دې لپاره يې د غرب غلامۍ ته لاس اوږد کړی او هغوی د نړيوال پولي صندوق(IMF) او نورو نومونو باندي پيسې ورکوي؛ عربستان هم د سود له لارې پاکستان ته مالي مرسته ورکوي، تر څو پاکستان د دې هېوادونو پروژې په سیمه کې عملي کړي، ځکه چې غرب پرته له پاکستان څخه د اتحادي په نامه بل غلام نه لري.

    په سيمه کې د روس، چين، ايران، هندوستان د کمزوري کولو، دوی ته د سر درد پيدا کولو په پار غربي هېوادونه او اسرائیل پاکستان ته پيسې ورکوي؛ د افغانستان او نورو د پاکستان همسايه هېوادونو کې جګړه او تاوتريخوالی د پاکستان دکانداري روانه کړې؛ په دې ډول سره پاکستان د غربي ګټو سره خپلې ستراتيژيکي ګټې هم خوندي کوي.

    د پاکستان پخوانی وزیر اعظم بهوټو غوښتل چې د پاکستان بهرنۍ پاليسي خودمختاره کړي، ځکه خو په دار وځړول شو؛ عمران خان هم غوښتل چې د پاکستان بهرنۍ پاليسي خودمختاره کړي، کوم چې اوس هم په محبس کې د مرګ شيبې شماري.

    د سيمې هېوادونو ته څه کول په کار دي؟د سيمې هېوادونه بايد له ا.ا سره د دغو ډلو د مخنيوي په پار د خبرو اترو ميز باندي بحث وکړي او د سيمې د امن په پار سره متحد شي؛ دا چې د شر او فساد ډلې تر شاه د پاکستان بغير د سيمې ځيني نور هېوادونه هم ولاړ دي بايد دغه هېوادونه د شر او فساد ډلې له حمايت څخه په پوره توګه لاس واخلي؛ ځکه د شر او فساد ډلې په تمويل سره به دوی خپل تعصبي پلانونه شايد عملي کړي اما دا به سيمې ته ډېر خطرناک تمام شي.

    ځکه د شر او فساد ډله اوس يواځې له دغو هېوادونو سره نه، بلکې د غربي ګټو خونديتوب ته يې هم لبيک ويلی، او بل دغه ډله اوس يواځې نه ده، بلکې د همدغو د سيمې د هېوادونو سرسخته دښمن د غربي پروژې(داعش) سره يوه شوې؛ چې دا نړيوالو جاسوسي سازمانونو ته هم ښه څرګنده شوې او د شر او فساد ډلې په جامه کې به داعش تر دوی پوري هر وخت ځان رسوي.

    د سيمې هېوادونو بله لاره نه لري، بغير له دې چې د ا.ا ملاتړ وکړي او د دغو ډلو په مخنيوي کې ورسره مرسته او اتحاد وکړي؛ ځکه ا.ا یوازینی قوت دی چې په سيمه کې د جګړې د مخنیوي او د دغو ډلو د ځپلو او ختمولو وړتیا لري.

    بل دا چې افغانستان په امن نه وي، نو د سيمې يو هېواد به امن کې پاته نه شي؛ او دا نه يواځې افغانانو ته، بلکې نړۍ ته يو ښه فرصت دی چې سيمه کې د همېش لپاره جګړې ختمې کړي.

    افغان ولس ته څه کول په کار دي؟افغان ولس بايد د پرديو استخباراتي ډلو په دروغجنو شعارونو ونه غولېږي، ځکه د دغو ډلو شعار او کردار کې لوی توپير شته؛ د شر او فساد ډله چې نن د افغانستان او د وطن دوستۍ نعرې وهي؛ همغه لنډغر دي چې تر دې مخکې يې نه د افغانستان جغرافیه منله، نه يې پښتو او نه يې هم پښتون مانه، نه يې اسلاميت مانه؛ د دغې ډلې کردار پر وحشت، تعصب، د ولس په منځ کې تفرقه، غلا، فساد، او د افغاني کلتور پر دښمني ولاړ دی، نو په دروغجنو شعارونو يې مه تېروځئ!

    بل طرف داعش دی چې له ټولې کفري نړۍ څخه يې مخ را اړولی او د افغانستان د اسلامي حکومت مقابل جګړه کوي؛ راځي له پاکستان څخه چې غربي ډيموکراسي پکې حاکمه ده، هلک له هلک او انجلۍ له انجلۍ سره واده پکې قانوني دی خو جګړه د ا.ا سره کوي.

    د دوی شعار اسلامي خلافت دی اما هر ځای کې د مجاهدينو او اسلامپال مبارزينو سره په جګړه بوخت دي؛ په افغانستان کې د جګړې لپاره يې له آی ايس آی او د شر و فساد ډلې سره لاس يو کړی؛ چې د دوی هدف يواځې ډيموکراسي، ژبنی تعصب او د غربي ګټو خونديتوب دی؛ که دوی رښتيا هم اسلامي خلافت غوښتلای؛ نو د غربي ګټو دفاع به يې نه کولای او نه به يې هم د دغسي ډيموکرات ډلو او نړيوالو جاسوسي سازمانونو سره لاس يو کولای.

    ولسه!

    د دغو باغيانو شعار او کردار کې بلها فرق دی، د ا.ا تر شاه درېدل به مو د دنيا و آخرت د کاميابۍ سبب وګرځي؛ راځئ چې په ګډه د دې نظام دفاع وکړو، د خپل اسلامي حکومت تر شاه په کلکه ودرېږو تر څو د مضرو جاسوسي سازمانونو شوم پلانونه شنډ کړو.

    ماخذونه:

    د شر و فساد ډلې سره د غربي مرستې په اړه دې لينکونو کې لوستلای شئ

    :https://www.cfr.org/timeline/us-war-afghanistanhttps://www.911memorial.org/

    پوليټفيکټ ورځپاڼه

    https://www.politifact.com/factchecks/2014/aug/19/blog-posting/edward-snowden-leaked-nsa-documents-show-us-israel/

    ويکيپيډيا

    https://en.m.wikipedia.org/wiki/Collaboration_with_the_Islamic_State

    هيلري کلنټن ويکيپيډيا

    https://en.m.wikipedia.org/wiki/Response_of_Saudi_Arabia_to_the_Islamic_Statehttps://www.wilsoncenter.org/article/jihadis-2021-isis-al-qaeda

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهپه تل‌ابیب کې د ۵ سترو چاودنو تعداد ٨ ته ورسېد
    راتلونکي مقاله د ایران په راکټي بریدونو ټوکې کوونکی«نوید محمدزاده» نیول شوی

    مربوطه لیکنې

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025

    افغانستان او د اسلامي امت اړوند قضیې؛ بې‌ پروايي که د مسؤلیت منل؟

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 21 جون 2025

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    نیویارک ټایمز د دریو لوړپوړو ایراني چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د ایران مذهبي…

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    21 جون 2025

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،895 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،890 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.