Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفير او د سياسي چارو شنونکی مولوي عبدالسلام ضعيف: د روانو کړکېچونو، شخړو او پوځي نښتو اصلي لامل د پاکستان د پوځ ظالمانه پاليسۍ او د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ده
    افغانستان

    پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفير او د سياسي چارو شنونکی مولوي عبدالسلام ضعيف: د روانو کړکېچونو، شخړو او پوځي نښتو اصلي لامل د پاکستان د پوځ ظالمانه پاليسۍ او د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ده

    صابر افغانصابر افغان16 اکتوبر 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفير او د سياسي چارو شنونکي مولوي عبدالسلام ضعیف د افغانستان او پاکستان ترمنځ روان کړکېچونه، شخړې او د پوځي نښتو اصلي لامل د پاکستان پوځ مستبدې او مداخلتي پالیسۍ بللې دي.

    ښاغلي ضعیف ویلي، چې د افغانستان او پاکستان د شخړې جرړه د اسلام‌اباد د غلطو تګلارو، د نفوذ د هڅو او بې‌ځایه غرور پایله ده او په خبره یې افغانان د چا دښمن نه دي او نه د جګړې مینه وال.

    هغه ټينګار کړی «پاکستان باید خپل زاړه فکرونه پرېږدي، د افغانستان خپلواک حاکمیت، ارضي تمامیت او د افغان ولس عزت ته باید درناوی وکړي. افغانستان هېڅکله د بل هېواد تابع نه دی او نه به شي. موږ له چا سره دښمني نه لرو، خو د هر ډول تجاوز او سپکاوي پر وړاندې د دفاع حق لرو.»

    نوموړي همدا راز د پاکستان پر دولت او پوځ سختې نيوکې کړي او ویلې یې دي، چې اسلام‌اباد افغانستان د خپل نفوذ د سیمې برخه ګڼي او نه غواړي چې کابل له نړۍ سره په خپلواکه توګه اړیکې ولري، حال دا چې پاکستان نه اقتصادي، نه نظامي او نه تاریخي ځواک لري چې د یو ملت برخلیک وټاکي.

    مولوي عبدالسلام ضعيف زیاته کړې، چې پاکستان په پرله‌پسې توګه په افغانستان کې لاسوهنه کوي، د افغانستان د اقتصاد او صادراتو مخه نیسي، د افغان مېوو د ټرانزیټ پر مهال ستونزې جوړوي، د افغان په خاوره تېری کوي او د ملګرو ملتونو په غونډو کې د افغانستان ناسم استازیتوب کوي.

    نوموړی وايي، «پاکستان افغانستان ته په سپک نظر ګوري؛ افغانان توهینوي، بندیانوي، او آن نورو هېوادونو ته یې سپاري، د ناټو او امریکا لپاره یې پوځي هډې ورکړې، او هغوی د افغان وژنې لپاره د دوی خاوره استعمال کړه، چې دا کړنې نه د ورورۍ دي، نه د اسلام او نه د انسانیت.»

    ښاغلي ضعیف په روان وضعيت کې پاکستان ته د حل لارو وړاندې کولو په شکل ويلي، چې که پاکستان غواړي چې له افغانستان سره ښې اړیکې ولري، باید په خپلو غلطو ستراتیژیو تجدید نظر وکړي، د امپراتورۍ خوبونه پرېږدي او د متقابل درناوي تګلاره غوره کړي.

    مخکینۍ مقالهلوړپوړو افغان او ایراني چارواکو د کابل او تهران ترمنځ د ګډې همکارۍ پر پیاوړتیا خبرې کړي
    راتلونکي مقاله ملګري ملتونه: پاکستاني لوري افغانستان سره جګړه کې ملکي وګړي په نښه کړي

    مربوطه لیکنې

    روان کال هېواد کې ۴۴۷ زره مټریک ټنه وریجې تولید شوي

    17 دسمبر 2025

    کابل کې د قرغزستان د سوداګرۍ خونه پرانیستل شوه

    17 دسمبر 2025

    ۲۰۳ منصوري قول اردو: نن چهارشنبه پکتیا کې د ځینو لویو وسلو ازموینه ترسره کېږي

    17 دسمبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 17 دسمبر 2025

    پاکستاني طالبانو وزيرستان کې د پاکستان پوځي رژيم د پوځ دوه ټانګونه له منځه وړي

    حماس غورځنګ درې زره تازه دمي ځواکونه جذب کړي دي

    17 دسمبر 2025

    روان کال هېواد کې ۴۴۷ زره مټریک ټنه وریجې تولید شوي

    17 دسمبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پاکستاني طالبانو وزيرستان کې د پاکستان پوځي رژيم د پوځ دوه ټانګونه له منځه وړي

    17 دسمبر 2025

    حماس غورځنګ درې زره تازه دمي ځواکونه جذب کړي دي

    17 دسمبر 2025

    روان کال هېواد کې ۴۴۷ زره مټریک ټنه وریجې تولید شوي

    17 دسمبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،094 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،039 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،098 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.