یو شمېر پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د پاکستان حکومت د شدیدې ګرمۍ له امله په موقت ډول ښوونځي تړي، چې کوچني زده کوونکي له ګرمۍ څخه په امان شي.
د پاکستان د ماشومانو د ساتنې ادارې اعلان کړی، چې د روانې میلادي میاشتې د ۲۵ نېټې څخه نېولې تر ۳۱ نېټې پورې د شاوخوا ۲۶ میلیون ماشومانو پر مخ د ښونځیو دوازې تړي.
دا د پاکستان د ښوونځیو د ټولو زده کوونکو ۵۲ سلنه کیږي.
د پنجاب ایالت د پوهنې وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د ګرمۍ او حرارت درجې د لوړېدو له امله به ټول حکومتي او خصوصي ښوونځي تړلي وي؛ خو، ازموینې به د اعلان شوي مهالوېش سره سم اخیستل کېږي.
سږ کال په دغه هېواد کې ګرمي زیاته ده او د یو شمېر ښارونو د روغتیایي مرکزونو مسولینو ویلي دي، چې د ګرمۍ ځپلو سلګونو کسانو درملنه یې کړې ده.
د معلوماتو پر اساس ویل کېږي، چې دا لومړی ځل نه دی، چې د ګرمۍ، زیات حرارت او ډول ډول موسمي بدلونونو له امله په پاکستان کې ښوونځي تړل کیږي، بلکې په ۲۰۲۲ کال کې په پاکستان کې د اقلیم د بدلون له کبله سخت بارانونه وشول او سېلابونه ووتل، چې ۳۳ میلیون کسان یې زیانمن او د زده کړو بهیر یې ودراوه.
د پاکستان د لومړي وزیر مرستیالې “روبینا خورشید” په یو خبري کنفرانس کې ویلي، چې پاکستان د اقلیم بدلون له امله د زیانمنو شویو هېوادونو په کتار کې پنځم ځای لري او په خبره یې دا شدید بارانونه او سېلابونه هم د اقلیم بدلون له امله دي.
نوموړې وویل: “د پنجاب او سیند ایالتونو کې به ۲۶ سیمې د ګرمۍ دا څپه تجربه کوي او یوه اوونۍ به روانه وي”هغې له پاکستانیانو وغوښتل، چې د ګرمۍ په دغې سختې څپې کې له لمر څخه ځانونه وساتي او کافي اوبه وڅښي.
په پاکستان کې مقاماتو ویلي دي، چې د اقلیم بدلون له امله د دغه هېواد په ځینو سیمو کې د سانتیګراد په حساب تودوخه ۵۰ درجې ته رسېدلې ده.